ننګرهار کې تېره مياشت د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۹۰ تنه نيول شوي دي.

org_admin
Thu, Mar 02 2023 5:53 PM
ننګرهار کې تېره مياشت د بېلابېلو جرمونو په تور ۱۹۰ تنه نيول شوي دي.

۱۱/۱۲/۱۴۰۱

د ننګرهار امنې قوماندانۍ د امنيتي چارو مرستيال مولوي محمد طاهر مبارز د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې تېره مياشت يې ۱۹۰ تنه غير قانوني وسلو ګرځولو، امنيت اخلال، غلا، نشه يي توکو، قتل، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور نيولي دي.

نوموړي وويل، چې يادو کسانو سره ۵ ميله کلاشینکوفونه، ۱ ميل دهشکه، يو کربين، ۲۷ د کلاشينکوف شاژورونه، ۷ د راکټ مرمۍ، ۲ حلقې ماينونه، ۸ مخابرې، ۱۲۵۰ د ثقیل مرمۍ او ۱۵۹۰ د کلاشينکوف مرمۍ نيول شوي دي.

 ده زياته کړه، چې په ښار او ولسواليو کې يې د درې جلا عملياتو په ترڅ کې ۲۵ ميله بېلابېل ډوله وسلې، ۴ ماينونه او چاوديدونکی توکي هم نيولي دي.

د امنې قوماندانۍ د امنیتي مرستيال دغه راز وويل، چې دوی دوو موټرونو په ګډون نشه يي توکي، چې په کې هيروئين، شراب، چرس، شیشه او کيمياوي مواد شامل دي ترلاسه کړي دي.