د ننګرهار مرستيال والي مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره د ستونزو حل په موخه وليدل.

org_admin
Sat, Mar 04 2023 4:32 PM
د ننګرهار مرستيال والي مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره د ستونزو حل په موخه وليدل.

د ننګرهار مرستيال والي مولوي محمد رباني ناصح يو شمېر مسئولينو، مجاهدينو او ولسي خلکو سره په ليدنه کې د هر يو په جلا ډول ستونزې او غوښتنې واورېدې او په حل کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د ولايت مرستيال دغه راز د ولسي خلکو عرايض اړونده ادارو ته راجع او ورته يې د لازمو اجراتو لارښوونې وکړې.