ننګرهار والي په دغه ولایت کې د یو شمېر سوداګرو ستونزې د حل په موخه واوریدې .

Image may contain: 7 people, people sitting, table and indoor
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د مرغومې په لومړۍ په ولایت مقام کې د ګمرک رئیس په مشرۍ د یو شمیر سوداګرو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
سوداګرو وویل،دوی خپل سوداګریز توکې په دغه ولایت کې د قانون په چوکاټ کې محصول کوي،خو د کابل ګمرک مسؤلین یې توکې د بیا ځل محصول کولو په موخه د کابل په پلچرخي سیمه کې ځنډوي .
دوی غوښتنه وکړه،چې د ننګرهار ولایت مقام دې یاده موضوع د حل په موخه د مالیې وزارت او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د حل په موخه تعقیب کړي،ترڅو د دوی د سوداګریزو چارو پر وړاندې یاده ستونزه حل شي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، د قانون په چوکاټ کې د دغه ولایت سوداګرو سره په ټولو چارو کې همکار دی .
نوموړي ډاډ ورکړ،چې یاده موضوع به د ماليې وزیر سره د حل په موخه شریکه کړي،ترڅو د ننګرهار سوداګرو ته په ټولو قانوني چارو کې د سهولتونو برابریدو ترڅنګ د ستونزو را منځته کېدو بشپړ مخنیوی وشي .
هغه ژمنه وکړه،چې د سوداګرو امنیت خوندیتوب او په نورو ټولو قانوني چارو کې د دغه ولایت سوداګرو سره همکار دی .