د ننګرهار ولایت سوداګرو د سپین جومات د چارو د پیل کېدو ژمنه وکړه .

Image may contain: 3 people

۲۷/۱۰/۱۳۹۵
د ننګرهار ولایت سوداګرو ژمنه وکړه،چې د ولایت مقام او څارنوالۍ د رسمي لارښوونو او اجازېوروسته به د یو منظم میکانیزم له مخې د سپين جومات د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل کړي .
سوداګرو دغه څرګندونې د مرغومې په ۲۷مه د ولایت په مقام کې د سلاکار وزیر او ننګرهار والي سره د لیدنې پر مهال وکړې .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، په جدي ډول هوډ لري، چې د سپين جومات له مودو راهيسې ځنډول شوې چارې پيل کړي او په همدې موخه د څارنوالۍ، ګمرک او نورو ادارو په ګډون د سوداګرو او مدني فعالانو څخه د ځآنګړې همکارۍ هيله لري.
نوموړي وويل، چې د سپين جومات رغنيزې چارې د سوداګرو بوديجې له مخې پر مخ وړل کېدې پلان لري، چې د همدوی د بوديجې له مخې د دوی په صلاحيت دغه چارې يو ځل بيا پرمخ ولاړې شي.
ده وويل، چې که سوداګر لازم وګڼي؛ نو د چارو ښه تر سره کېدو لپاره به د څآرنې په موخه مسلکي کسان ور وپيژني.
ننګرهار والي وويل، چې څارنوالۍ ادارې ته يې دنده ورکړې ترڅو د پخوانۍ بوديجي لګښت معلوم کړي او ګمرک ادارې ته يې لارښوونه کړې ، چې د راټولو شوو او مصرف شوو پيسو په اړه معلومات ورکړي.
د سوداګرو په استازۍ حاجي مصطفی او حاجي ګلمراد ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې د سپين جومات جومات د جوړېدو چارې تعقيبوي.
نوموړو وويل،چې ولايت مقام دې د سپين جومات د جوړېدو چارو بيا پيل کېدو په موخه رسمي غوښتنليک د سوداګرۍ خونې ته وسپاري ترڅو د غوښتنليک پر اساس دوی له څارنوالۍ څخه د کار کولو اجازه تر لاسه کړي.
دوی وويل، چې د رسمي غوښتنليک څخه يې موخه په راتلونکې کې د چارو پر وړاندې د ستونزو لمنځه وړل دي.
سوادګرو ژمنه وکړه، چې د دغې چارې څخه وروسته به رسما د سپين جومات جوړيدو چارې پيل کړي
ننګرهار والي ډاډ څرګند کړ، چې د سپين جومات جوړېدو کې به سوداګرو سره په ټولو برخو کې قانوني همکاري تر سره کړي.