د ختيځ زون دالمپيک امر دسوک وهنې يوشمير ورزشکاران په ستاينليکونو ووياړل.

Image may contain: 4 people, people standing and outdoor

۱۳۹۵/۱۱/۶
د ختيځ زون د المپيک امر خوشحال حضرتي تيره ورځ د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې د جوانان ننګرهار د سوک وهنې د کلپ ورزشکارانو سره دکتنې پر مهال د ياد کلپ هغه لوبغاړوته چې څه موده وړاندې يې ددې لوبې په دوستانه سياليوکې لاسته راوړنې درلودې په ستاينليکونه ونازول اوله هغوی څخه يې غوښتنه وکړه چې د ښوونځيو درسونو ترڅنګ ورزش ته هم خاصه پاملرنه وکړي.
حضرتي وويل ،دالمپيک امريت هم په پام کی لري چې په نږدې ورځو کې دسوک وهنې دلوبغاړو د پرمختګ او دهغوی دتشويق په موخه دوستانه سيالۍ په لاره واچوي.
دياد کلپ مسول استاد قنداغا دالمپيک امر څخه مننه وکړه چې د ورزش کارانو هڅې يې وستايلې.
ددې مراسمو په پای کی د لوبغاړو لخوا دوستانه لوبې هم ترسره شوې.