د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د( ډبلو ، ايف ، پي) خيريه ادارې په مالي همکارۍ پنځه سوه پنځوس کډوالو کورنيو سره د يو اندازه خوراکي توکو مرسته ترسره شوه .

Image may contain: 3 people, people standing and outdoor

۱۳۹۵/۱۱/۶
د چهارشنبې په ورځ د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو او د ( ډبليو ، ايف ، پي ) خيريه ادارې په مالي همکارۍ پنځه سوه پنځوس هغو کډوالو کورنيو سره ، چې د تير ميلادي کال په اوږدو کې له ګاونډي هيواد پاکستان څخه خپل هيواد ته راستنې شوې وې د دوه مياسشتو لپاره ورسره د يو اندازه خوراکي توکو مرسته ترسره شوه .
په مرسته کې هرې کورنۍ ته سل کيلو وړه ، پنځه ليتره غوړي ، پنځه کيلو دال او يوکيلو مالګه ورکړل شول .
دننګرهارکډوالو چارو ريس غلام حيدر فقيرزی وايي : دوه مياشتې وړاندې د کډوالو چارو وزارت له لوري ورته ۶۳ ميلونه افغانۍ د هغو کډوالو په موخه ورکړل شوې وې ، چې خپل هيواد ته د راستنيدو پرمهال ورسره مرسته نه وه شوې .
نوموړي زياته کړه د يادو پيسو د ويش په موخه د سلاکاروزير اوننګرهار والي په لارښوونه له يوولسو ادارو څخه ګډ کميسون جوړشو، چې له مخې يې اوه زره راستنو شويو کورنيو ته نهه نهه زره افغانۍ ورکړل شوې .
د فقيرزي په خبره د تير دوه مياشتو په اوږدو کې نهه زره راستنو شووکورنيو سره د (ډبليو ، ايف ،پي) خيريه ادارې د خوراکي توکو مرسته کړې ، دوه زره پنځه سوه کورنيو سره ، ډي ، ار ، سي /: ان ، ار ،سي / ای هيډ / او شانتي خيريه ادارو له لوري نغدي مرستې ترسره شوي دي .