د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د شولو د پروسس او بسته بندۍ فابريکه تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

Image may contain: indoor

۱۳۹۵/۱۱/۶
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د يو نيم ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د شولو د پروسس او بسته بندۍ فابريکه تر جوړيدو وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
په جوړه شوې غونډه کې قومي مشرانو ، ديني عالمانو او دسيمې ګڼ شمېر خلکو برخه اخيستې وه.
دشولو د پروسس او بسته بندۍ فابريکې مسوول ملک غلام نبي وويل: په دغه فابريکه يو نيم ميلينون امريکايي ډالر لګښت راغلی ،چې پنځلس سلنه د يوسايډي ادارې له لوري ورکړل شوی او پاتې نور د سمع ابراهيم شرکت له لوري په مصرف رسيدلي دي.
نوموړي وويل : په ياده فابريکه کې پنځوس تنو ته د کار کولو زمينه برابره شوې او پنځلس سوه بزګر کولای شي،چې په دغه فابريکه کې شولې پروسس کړي.
ملک غلام نبي زياته کړه دغه فابريکه په شل ساعتونو کې د دوه سوه ټنه شولو د پروسس تر څنګ د څلور سوه ټنه وريجو د بسته بندۍ ظرفيت لري.
په جوړه شوې غونډه کې د ولايتي شورا پخواني غړي ظابط امير محمد دره نوري ، حبيب الله او څو تنو نورو د خبرو پر مهال ديادې فابريکې په جوړيدو خوښي ښکاره کړه ،چې په خبره يې دا دهېواد په کچه لويه لاسته راوړنه ده.