د۲۰۲ شمشاد ساحوي زون په وړانديز او دکورنيو چارو وزارت د ځانګړي حکم په اساس (۲۱) تنه افسران د ننګرهار امنيې قوماندانۍ په بيلابيلو ادارو ، قطعاتو او جزوتامونو کې په نوو دندو وګمارل شو.

Image may contain: 5 people, people standing

۱۳۹۵/۱۱/۶
د پيژندنې په مراسمو کې ننګرهار امنيې قوماندان د خبرو پر مهال وويل: په دولتي اداروکې تغير او تبديل يوضروري اصل دي چې دلوړومقاماتوله لوري دچارو د سمون او لا ښه والي په موخه ترسره کيږي.
امنيې قوماندان مسولينو ته دمبارکۍ ويلو ترڅنګ سپارښتنه وکړه چي دقانون په پلي کولو او دجرمونو په کشف اومخنيوي کي کوټلي ګامونه اوچت کړي.
امنيې قوماندان نوو مسولينو ته لارښوونه وکړه چې د دندې د اجرا پر مهال دمسوليت په سيمو کې له خلکو سره نيک او سالم چال چلند وکړي او دهر ډول فساد پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي تر څو د خلکو باور او اعتماد حاصل کړي .
ورسته د پيژند مدير سمونوال دارشاه له لوري نوي ټاکل شوي منسوبين امنيه قوماندان ته وروپيژندل شو ، سمونيارخيرمحمد داچين ولسوالۍ ، سمونيار سکندرشاه دغني خيلو ولسوالۍ ،سمونمل ګل الرحمن دروداتو ولسوالۍ ، سمونمل ولي احمد دکامي ولسوالۍ ، او سمونيار مطيع الله دکوز کنړ ولسوالۍ لپاره دامنيه قوماندانانو په توګه ټاکل شوي .
د امنيې قوماندانۍ په اړونده بيلابيلو ادارو کې سمونوال محمد داود تاميناتي مدير ،سمونيار عبدالرقيب دجلب او جذب قوماندان ، سمونيار عطالله دبشر حقوقو مدير ، سمونمل عبدالقيوم دښوونې او روزنې مدير ، سمونوال منډي ګل د اپراسيون مدير ، څارمن عبيدالله دپاسپورت مدير ، سمونيار نيک محمد دجنايي
جرمونو پر وړاندې دکشف امر ، لمړی څارن هارون ، سمونيار خان پاچا ، دوهم څارن عمراخان ، سمونيار محمد ګل په کشفي بيلابيلو ادارو کې ، څارمن جلال او لمړی څارن روح الله په ترافيکو مديريت کې ، لمړی څارن هدايت الله د څلورم سمت مامور ، څارمن فيض الله ددريم سمت مامور او يو تن دکوز کنړ ولسوالۍ تعليم او تربيې امريت کې په نويو دندو ټاکل شوي دي.
ياد منسوبين د ننګرهار امنيې قوماندانۍ امنيتي مرستيال مل پاسوال عبدالجميل تتمدري ، اداري مرستيال سمونوال قاري امير خان ليوال ، او جنايي جرمونو پر وړاندې دمبارزې مدير سمونيار طاهر ظاهر له خوا اړونده ولسواليو او شعباتو منسوبينو ته وروپيژندل شو، چي په خپل کار يې پيل وکړ او په دندو کې ورته د بريالتوب هيله وکړه .
په ورته وخت کې د قوماندانۍ دبيلابيلو ادارو او قطعاتو څخه (۲۳) تنه افسران د۲۰۲ شمشاد ساحوي زون په وړانديز او دکورنيو چارو وزارت دمنظورۍ پر اساس تبديل شوي ،چې د يوې غونډې په ترڅ کې يې سندونه ترلاسه او خپلو اصلي دندو ته وليږدول شو .
دمخه ښې په مراسمو کې امنيه قوماندان مل پاسوال سيدګل اقا روحاني ددې قوماندانۍ اړوند د يو شمېر تبديل شويو پخوانيو مديرانو او يو شمير افسرانو، چې د۲۰۲ شمشاد ساحوي زون په وړانديز اودکورنيو چارو وزارت دځانګړي حکم پر اساس نورو ولاياتونو ته دخدمت په موخه تبديل او په نوو دندو ټاکل شوي، دهغوی دترسره شويوکړنوستاينه وکړه چې تل يې خپلې دندې په ښه توګه پر مخ وړي.
د امنيې قوماندانۍ پخواني تاميناتي مدير سمونوال غلام نبي کريمي د ننګرهار په امنيې قوماندانۍ کې په دغه نويو ټاکنو او بدلون دخوښۍ ښکاره کولو ترڅنګ ، ډاډ څرګند کړ چې د هيواد په هر ګوډ کې به د خپلې خاورې او خلکو څخه په ميړانه دفاع او ساتنه وکړي او خپله دنده به په ايماندارۍ سره ترسره کړي