د ننګرهار امنيې قوماندانۍ پوليسو د بهسودو او سره رود ولسواليو په مربوطاتو کي درې تورن کسانو سره نهه څلويښت نيم کيلو ګرامه چرس کشف او پلاس راوړي .

Image may contain: one or more people, people standing and food

۱۳۹۵/۱۱/۶
د بهسودو ولسوالۍ دامنيې قوماندانۍ پوليسو ګمرک رياست ته څيرمه دپلټنې پر مهال په يو عراده الټو موټر کې (۴۷) کيلو ګرامه چرس چي په ډير مهارت سره يې په ياد موټر کې ځای پرځای کړي و او غوښتل يې چې دغني خيلو ولسوالۍ مارکو سيمې ته يې وليږدوي کشف او پلاس راوړي په تور يې دوه تنه نيول شوي .
دغه راز دسره رود ولسوالۍ دامنيه قوماندانۍ پوليسو په خپله ساحه کي د ګزمې پرمهال په يو عراده موټر سايکل کې دوه نيم کيلو ګرامه چرس کشف او پلاس راوړي ،چې په تور يې يو تن نيول شوی.
نيول شوي تورن کسان په اړونده اداره کې تر پوښتنو لاندي دي .