د څلورمې پلې لوا دوه دېرش تنه بريدملان او سرتيري په ستاينليکونو او ډاليو ونازول شول.

Image may contain: 2 people, outdoor

۱۳۹۵/۱۱/۶
د دوه سوه يو سېلاب قول اردو اړوند څلورمې ديادې لوا په انګړ کې د بريدملانو دستاينې په جوړه شوې غونډه کې دلوا درستيزوال ډګروال محمدجان درياب ، ددوه سوه يو سېلاب قول اردو ارشد بريدمل سيدابوطالب سادات ، دڅلورمې پلې لوا ارشد بريدمل محمد اصف بشردوست ، دټولو شعباتو او د جزتامونو کارکوونکو ګډون کړی و.
د څلورمې پلې لوا درستيزوال ډګروال محمدجان درياب په ملي اردو په ليکو کې د بريدملانو کړنې وستايلې او د دوی د ښې روزنې او مسلکي زده کړو ژمنه يې وکړه.
په ورته وخت کې د دوه سوه يو سېلاب قول اردو اړوند دڅلورمې پلې لوا څخه په راستول شوې خبر کې ويل شوي ، چې ديادې لوا په انګړ کې د بريد ملانو ګډه غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د دوه سوه يو سېلاب قول اردو ارشد بريدمل سيدابوطالب سادات دڅلورمې پلې لوا دارشد بريدمل محمداصف بشردوست او دشپږم کنډک سرتېرو او بريدملانوګډون کړی و.
په غونډه کې د دوه سوه يو سېلاب قول اردو ارشد بريدمل سيدابوطالب سادات دشپږم کنډک دمنسوبينو کړنې ، چې په دې وروستيو کې يې دعملياتو پرمهال ترسره کړې وې وستايلې او دقول اردو دمشرتابه له لوري وراستول شوې ډالۍ يې پرې ووېشلې .