په جلال اباد کې د برک بنګله دېش مرسته کوونکې ادارې خپل يوه اندازه دفتري او نور وسايل د پوهنې رياست ته وسپارل.

Image may contain: 3 people, people sitting and indoor

۱۳۹۵/۱۱/۶
په جلال اباد کې د برک بنګله دېش د مرسته کوونکې ادارې د سيمه ييز دفتر د چارو دپای ته رسېدو سره سم ياد دفتر خپل دفتري وسايلو او نور لوازم دپوهنې رياست ته وسپارل .
دبرک بنګله دېش دمرستندويه ادارې يو استازي غلام مهدي وويل په دغه وسايلو کې څه کم اتلس زره د دويم او څلورم ټولګي درسي کتابونه،نږدې شپږنيم زره کتابچې ۳۶تختې پلاستيکي سطرنجۍ ، څلور عرادې موټر سايکلونه، ۱۹ دفتري ميزونه، ۲۵ دفتري څوکۍ او ځينې نور وسايل شامل دي. دننګرهار د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال سيد عيسی سادات ددغه مرستو تر لاسه کولو پر مهال په تير وخت کې د پوهنې له رياست سره د برک بنګله ديش ادارې له مرستو مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه ، چې ياده اداره به يو ځل بيا خپلې مرستې پېل کړي .
دپوهنې رياست مرستيال ژمنه وکړه چې دمرستو تر لاسه شوي توکي به په شفاف ډول خپلو اړوند و ادارو ته وويشي.