د NAC اداره د ننګرهار عامې روغتیا ادارې سره د قابلګانو د روزنې،تحقیق او نرسنګ چارو د ښه والې په موخه په مالي او تخنیکي برخه کې مرسته کوي .

Image may contain: 4 people, people sitting, table and indoor

۱۳۹۵/۱۱/۶
د Norwegian Afghanistan Committee مرستندویه ادارې مشر او ننګرهار عامې روغتیا رئیس تر منځ د سلواغې په ۶مه د یوې ناستې په ترڅ کې هوکړه لیک لاسلیک شو،چې له مخې به یاده اداره د عامې روغتیا ریاست سره په تخنیکي او مالي برخو کې مرستې ترسره کړي.
د NAC ادارې مشر تاریا وویل، د دغه ولایت د عامې روغتیا ادارې په چوکاټ کې به د قابلګۍ زده کړیالانو د روزنې پروګرام د ښه والې په موخه نوې طرحې عملي کړي.
نوموړي وویل راتلونکو دوو کلونو لپاره به یوه دوره نوره هم وروزي او همدا رانګه به د تحقیق او نرسنګ د چارو د ښه والې په برخه کې له عامې روغتیا ادارې سره مالي او تخینکي مرسته وکړي.
د ننګرهار عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کامه وال د NAC موسسې له مشرتابه مننه وکړه چې له یادې ادارې سره په روزنیز،مالي او تخنیکي برخو کې مرستې کوي .
نوموړی هیله څرګنده کړه،چې د یاد هوکړه لیک له مخې به د نرسنګ،تحقیق او قابلګانو په روزنیزه برخه کې د پام وړ مثبت بدلون راشي .