ننګرهار والي د جلال اباد ښار څلورمې ناحیې یو شمېر مخورو امنیتي او نورې ستونزې واوریدې .

Image may contain: 1 person, living room, table and indoor

۱۳۹۵/۱۱/۶
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سلواغې په ۷مه د ولایت په مقام کې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحیې یو شمېر مخورو امنیتي او نورې ستونزې د حل په موخه واوریدې .
یادو مخورو د خپلو خبرو پر مهال وویل،په یاده ناحیه کې څو ځلې د غلا،انسان تښتوونې او نورې پېښې رامنځته شوي،خو امنیتي منسوبینو یې په اړه هیڅ اقدام نه دی کړی .
دوی غوښتنه وکړه،چې په جلال اباد ښار کې دې د غېرې مسؤله وسله والو په ځآنګړي ډول چې د امنیتي قواو له یونیفورم څخه ګټه اخلي،مخنیوی وشي .
سلاکار وزیر او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د یادو مخورو څخه مننه وکړه،چې ستونزه یې د حل په موخه له ولایت مقام سره شریکه کړه او زیاته یې کړه،د امنیتي وضعیت د ښه والې په موخه د امنیه قوماندانۍ اړوند په ۲۳ مهمو بستونو کې نوې ګمارنې ترسره شوي.
هغه وویل،په جلال اباد ښار کې د نویو منظور شوو حوزو په فعالیدو سره به د جلال اباد ښار امنیتي وضعیت کې د پام وړ مثبت بدلون راشي او ډاډ یې ورکړ،چې په راتلوونکي نظامي شورا غونډه کې به د بې پلیټه او تورو ښیښو موټرو،غېرې مسؤله وسله والو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه جدي او وروستۍ پرېکړې وکړي