یو تن د وسله والو مخالفینو سره د اړېکو په جرم نیول شوی .

۱۳۹۵/۱۱/۶
پولیسو د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په شعیب کلي کې د محمد عارف په نوم یو تن د وسله والو طالبانو سره د اړېکو لرلو په جرم نیولی،چې دا مهال ترې په امنیه قوماندانۍ کې پوښتنې ترسره کیږي .
د یو بل خبر له مخې پولیسو په غني خیلو ولسوالۍ او د جلال اباد ښار د څلورم ماموریت اړوند سیمو کې دوه کړۍ جوړ شوي ماینونه تر کشف وروسته پرته له کوم زیانه لمنځه وړي دي .
په سره رودو ولسوالۍ کې هم پولیسو دوه فیره د هاوان مرمۍ او د توپ دوه سرګلولې هم د کشف وروسته پرته له زیانه لمنځه وړي دي .