ننګرهار والي د کیوکیشن کراتې ملي لوبغاړي مقبول شاه ګردیوال په ستاينليک ورکولو سره وستايه.

 
۴/۳/۱۳۹۷
ننګرهار والي حيات الله حيات د يوې ناستې په ترڅ کې د کیوکیشن کان کراتې د ملي لوبډلې لوبغاړي مقبول شاه ګردیوال، چې  د ۱۴ اسیایي هیوادونو ترمنځ سیالیو کې يې لومړی مقام ګټلی و د ستاينليک په ورکړې سره وستايه.
دغه ناسته، چې د غبرګولي په پنځمه جلال اباد شاهۍ ماڼۍ کې تر سره شوه پر مهال يې د بدني روزونې امر خوشحال حضرتي، د لوبغاړو اتحادې مشر زمري عرب، د يو شمېر کلپونو استادانو او لوبغاړو ګډون کړی و.
ننګرهار والي حيات الله حيات  د کيو کيشن کراتې ملي لوبغاړي اتل مقبول شاه ګرديوال ته مبارکي وويله، چې په خپلې وړتيا يې په قزاقستان کې د څوارلس هېوادونو په منځ کې خپلو درې سيالانو په ماتې ورکولو سره هېواد له ځان سره ویاړونه راوړل.
ده زياته کړه، هېواد ته سرتېرې له سنګره او لوبغاړي له لوبغالي ویاړونه راوړي،چې دا چاره په نړیواله کچه د افغانستان د بېراغ د لوړیدو لامل شوې ده .
د دغې ناستې پر مهال ننګرهار والي د کیوکیشن کراتې ملي لوبغاړي مقبول شاه ګردیوال ته برابر شوی ستاينليک ورکړ او هغه ته يې د لا برياليتوبونو هيله وکړه.
د کیوکیشن کراتې سيالۍ، چې د څوارلس اسيايي هېوادونو ترمنځ په قزاقستان هېواد کې روانه مياشت تر سره شوې په کې له افغانستان څخه مقبول شاه ګردیوال په ګډون نهو نورو لوبغاړو ګډون کړی و ،چې د دې سيالۍ په اويا کيلو وزن کې د افغانستان د کيوکيشن ملي لوبډلې لوبغاړي مقبول شاه ګرديوال لومړی مقام خپل او د سرو زرو مډال یې وګټه.
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8