ننګرهار والي د ترانسپورت او ترافيکو ادارې مسئولينو ته جدي سپارښتنه وکړه،چې خپلسرې هډې له ښار څخه اصلي تم ځآیونو ته انتقال کړي .

۲۰/۴/۱۳۹۷
 
ننګرهار والي حيات الله حيات د چنګاښ په ۲۰مه ولايت مقام کې د ښاري نظم کميسون ناستې پر مهال د ترانسپورت رئیس او ترافيکو مدير ته جدي سپارښتنه وکړه، چې له جلال اباد ښار څخه د موټرو خپلسرې هډې ژر تر ژره خپلو اصلي ځايونو ته ولیږدوي .
 
نوموړي زیاته کړه، په ښار کې د غيرې  قانوني  هډو شتون، په بې ځآیه ځایونو کې د لاسي  پلورنکو شتون ، د ريکشاوو زياتوالی او یو شمیر نورې هغه ستونزې دي،چې ښار یې بې نظمه او له امله یې ګډوډي رامنځته شوې ده .
 
ښاغلي حیات په جدي ډول اړونده ټولو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه،چې پخپلو برخو کې د ټولو امکاناتو څخه په کارونې په ښار کې د نظم رامنځته کېدو په موخه اقدامات ترسره کړي .
 
ننکرهار والي دغه راز ترانسپورټ رئيس او ترافیکو مدیر ته سپارښتنه وکړه،چې د کابل،تورخم ، درونټې ، سره رود، فارم هډې او چپرهار ته د تلوونکو موټرو او ريکشاو خپلسرې هډې لمنځه یوسي او خپلو اصلي تم ځآیونو ته یې انتقال کړي .
 
د ښاري نظم کميسون غړو پخپل وار سره په ښار کې د غيرې  قانوني هډو، لاسي  پلورونکو او ريکشاو د زياتوالي مخنيوي  او یو شمیر نورو ښاري ستونزې  د حل په برخه کې پخپل وار سره نظرونه شريک،د ښاریانو پر همکارۍ ټینګار او پخپلو برخو کې د اقداماتو ترسره کولو ژمنې وکړې .
 
همدارنګه  په جلال اباد ښار کې د هډو مسئولينو هم خپلې  ستونزې  د کميسون له غړو سره شريکې او پخپلو برخو کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
 
همدا ډول د ښاري  نظم کميسون له لوري  پريکړه وشوه، چې ټولې غيرې  قانوني هډې  بايد وتړل شي او هم کميسون ته دنده ورکړل شوه، هغه موټر چلوونکي،  چې د هډې پارچه ورسره نه وي او يا په غیر قانوني ډول سورلۍ پورته کوي توقف ، درې  زره افغانۍ  يې  نغدي جريمه او لس ورځې  يې  موټر ودرول شي .
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8