د اقتصاد وزارت له لورې د ختیځ زون په کچه د پروژو او بودیجې د لګښت د څآر او را پور ورکونې انلاین سیستم فعاله شو.

۲۰/۴/۱۳۹۷
 
د اقتصاد وزارت چارواکي وایي،د وزارت له لورې یې د مرکز وروسته د پروژو او بودیجې د لګښت د څار او را پور ورکونې انلاین سیستم د ختیځ زون په کچه فعاله کړ او له دې خدمتونو څخه ولایت مقام په ګډون ټولې اړونده ادارې ګټه اخیستلای شي .
 
د دې وزارت مسلکي معین د چنګاښ په شلمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د یو شمیر نورو مسؤلینو په ملتیا ننګرهار والي حیات الله حیات سره د لیدنې پر مهال وویل، د څار او راپور ورکولو دې سیستم ته په انلاین ډول د ټولو پروژو ورځنی او میاشتنی لګښت او د پروژو اړوند مالومات پورته کیږي،چې په یو مهال ترې د ولایت مقام په ګډون ټولی اداری د همغږۍ په موخه مالومات تر لاسه کولای شي .
 
هغه زیاتوي،په یاد سیستم سره  د حساب ورکونی او شفافیت رامنځته کیدو ، ولایتونو او ادارو د همغږي ، د معیاری سیستم رامنځته کیدل ، هر مهال د پروژو څخه د خبریدو او جغرافیوي موقیعت د کتو او نورو برخو کې ګټه اخیستلای شي .
 
د نوموړي په وینا تیر کال د ننګرهار ولایت لپاره ۶۷ میلیونه ډالر بودیجه ورکړل شوې وه،چې ۴۷ میلیونه یې په  ۲۲۹  پروژو کې مصرف او نوره پاتي شوه، هغه وایي، سږ کال د ننګرهار لپاره ۴۷ میلیونه امریکایي ډالر بودیجه ځانګړي شوي خو هیله وښوده چې ټولی اداری به یاده بودیجه په دي ولایت کې په پرمختیايې او نورو پروژو مصرف کړي .
 
ننګرهار والي حیات الله حیات د یاد سیتسم په فعالیدو خوښي وښوده او د پروژو د چارو او لګښت د مالومولو په برخه کې یې یو نوی نوښت وباله او زیاته یې کړه،په دې چارې به وخت په وخت د دې ولایت ټولې اړونده پروژې وڅاري، نوموړي یاد سیستم د هېواد په کچه په پرمختیایي برخه کې د همغږۍ په برخه کې هم یو مهم ګام وباله .
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8