ننګرهار امنيه قومندان په هکسه مېنه کې د پولیسو د فعالیتونو څارنه او ليدنه وکړه

۲۰/۴/۱۳۹۷

ننګرهار امنيه قومندان غلام سنايي ستانکزي هسکې مېنې ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې په ياده ولسوالې کې مسئولينو، پولیسو او ملکي وګړو سره د کتنې ترڅنګ د پولیسو د کارونو څارنه او کتنه وکړه.

 نوموړي   په ياده ولسوالۍ کې  د ميشتو ګډو امنيتي ځواکونو هڅې او سرښندنې وستايلې، چې  تل يې د امنيت ټينګښت په موخه  هلې ځلې کړي دي.

ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي   مسئولینو  ته سپارښتنه وکړه، چې  د امنيت ټينګښت، قانون تطبيق او جرمونو مخنيوي په برخه کې خپلې هڅې لا چټکې کړي.

 نوموړي دغه راز  د هسکې  مينې  ولسوالۍ  له ولسونو مننه وکړه، چې  تل يي دخپلو امنيتي ځواکونو د ملاتړ تر څنګ دامنيت په ټينګښت کې همکاري کړې.

امنيه  قوماندان   ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې  امنيتي ځواکونه   په ځانګړي ډول پوليس    په مسلکي  زده کړوسمبال دي  او ورځ تر بلې، تقويه ، اکمال او تجهيز کيږي.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8