د ماشومانو حقوقو غوښتنې په موخه يو ورځنی ورکشاپ تر سره شو

۲۰/۴/۱۳۹۷

د ننګرهار کار او  ټولنيزو چارو  رياست په هلو ځلو او د ماشوم ساتنې نړېوالې ادارې په مالي مرسته دسړک پر سر دکار ګرو ماشومانو دحقوقو لپاره د دولت او اړونده ادارو ګډې ژمنې تر عنوان لاندې يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو.

ددغه ورکشاپ د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار  کار او  ټولنيزو چارو   رئيس  عبدالحکيم شېرازد وويل:  له شاقه کارونو څخه  د ماشومانو  دخلاصون په موخه يې بېلابېل پروګرامونه ترسره کړي او تر کار لاندې دي،  خو په خبره يې څنګه ، چې لازمه ده هغسې ورسره د اړونده برخې کاروباريانو کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

نوموړي دماشوم ساتنې نړېوالې ادارې څخه دمننې ترڅنګ زياته کړه په دغه ورکشاپ کې ،چې ديادې ادارې  په مالي لګښت جوړ شوی و پکې دڅو نجونو په ګډون پنځوس تنو ګډون کړی و.

شېرزاد دماشومانو دروزنې او پالنې په برخه کې ستونزې مني خو زياتوي ، چې بشپړ حل يې پراخه امکاناتو ته اړتيا لري.

هغه  زياتوي  د ماشومانو سالمه روزنه د ټولنې دټولو وګړو ګډ مسوليت دی او په والدينو يې غږ وکړ ، چې دخپلو اولادونو سالمې روزنې او راتلوونکي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

بل لورته داسلاميک ريليف موسسې په مالي مټ ددرې سوه شل تنو يتيمو ماشومانو سره دقرطاسې او دلوبو دسامان مرسته وشوه.

دکار ټولنيزو چارو رياست دټولنيزو چارو امر فضل هادي فضلزي ديادې ادارې څخه دمننې ترڅنګ  وويل تر دې وړاندې هم داسلاميک ريليف موسسې   ورته مرستې ترسره کړي  او په راتلوونکي کې يې دمرستو دلړۍ دپراختيا غوښتنه وکړه.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8