هسکه مېنه کې سرتيري وستايل شول

۲۰/۴/۱۳۹۷

د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان وايي  د هسکې  مېنې  ولسوالۍ په اړينو نقطو کي يې  د نويو پوستو د ايجاد تابيه نيولې  او ډير ژر به هلته ګډ امنيتي ځواکونه د امنيت د بشپړ تامين په موخه   ځای پر ځای شي.

 نوموړي، چې  د يادې ولسوالۍ  د پاپين، اوغز تنګي او ځينې   نورو  سرحدي پوستو نه  ليدنه کوله يو شمير منسوبين يې  په نغدي مکافاتو او ستاينليکونو ووياړل.

د دې  لوا قوماندان بريد جنرال محمد ايوب حسين خيل   پاپين ته پر غزيدلې   لار د سرحدي سرتيرو   هغه پوستې  وکتلې ، چې له  عملياتو وروسته په حاکمو نقطو کي ځای پر ځای او رغنيزې  چارې  يې  دوام لري.

نوموړي  په هسکې  مينې ولسوالۍ   کې  د شپږم کنډک د درېيم ټولي  ټولو  سرتيرو نه مننه وکړه چې  د وسله والو مخالفينو پر وړاندې  يې په قوي هوډ  له خپلو پوستو او سرحدي سيمو ساتنه وکړه او د دښمن  ډيری  حملې  يې  په  شا وتنمبولې.

 د لومړۍ سرحدي لوا قوماندان  ډاډ څرګند کړ و چې  د پلان له مخې  به په ټولو هغو سيمو کي د نويو پوستو د ايجاد چارې  مخ ته يوسي چي د عملياتو په جريان کي تصفيه کيږي .

د ده په وينا د بټي کوټ سربيره هسکه مينه  او خوږياڼو  سيمو کې عمليات جريان  لري ، چې په خبره يې  د دوه سوه يو سيلاب قول اردو ،  عامه نظم او امنيې  قوماندانۍ منسوبينو تر څنګ    سرحدي ځواکونه پکې  برخه لري.  

نوموړي وويل: د هسکې  مينې  ولسوالۍ پاپين سيمه  دا مهاله د دوښمن له شتون څخه پاکه شوې  او امنيتي ځواکونه پکې ځای پر ځای دي.

حسين خيل د سرحدي او ملي اردو  هغه  سرتيري او منسوبين   په نغدي مکافاتو ووياړل  چې  د جنګ په لومړۍ ليکه کې  ميشت او د تحکمياتو په رغولو بوخت دي .

ده د اووم سرحدي کنډک قوماندان جګړن سيد عبدالقهار کړنې  وستايلې  چې   د کنډک او ټوليو په  سطحه يې  د ښه سوق ادارې  تر څنګ  د دولت او په  خپلو امکاناتو سره د تحکيماتو او ارتباتي خندقونو، سنګرونو او اساسي ټاورونو په جوړولو کې  د پام وړ ګامونه پورته کړي

نوموړي دغه راز  د شپږم سرحدي کنډک قوماندان په ستاينليک ووياړه او  مننه يې ورڅخه  وکړه ، چې  ولسونو سره يې  نږدې  اړيکې  ساتلي.  

  حسين خيل په هسکې  مينې  ولسوالۍ  کې  د ښوونځي شاګردانو سره هم وليدل او دوی ته يې  ډاډ ورکړ،  چې  امنيتي ځواکونه  به د دوی  د  امنيت ټينګښت په موخه شپه او ورځ هلې ځلې وکړي.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8