کوز کونړ کې د ۱۱۹۵ متره په طول د دوه کاریزونو د پاکولو هوکړه لیک لاس لیک شو:

 
 
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د کوز کنړ ولسوالی د کوز ملکانو قریی او د بټي کوټ ولسوالۍ د هیبت خیلو په کلی کی د دوه کاریزونو د پاکولو هوکړه لیکونه لاسلیک شو .
 
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې ریس انجینر مجیب الرحمن (ضیاء) وویل دغه کاریزونه د ۶۵۵۵۹۳ افغانیو په مجموعي لګښت پاک او اساسی ترمیمیږي ، نوموړي زیاته کړه د دغه کاریزونو د پاکولو هوکړه لیکونه نن د یادو سیمو له انکشافي شوراګانو سره لاسلیک شو او ډیر ژر به یی عملي چاری هم پیل شي .
 
د یادولو وړده چې تردې وړاندې هم د ننګرهار د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لوري د ننګرهار په یو شمیر ولسوالیو کی د کاریزونو د پاکولو چارې سر ته رسولي چی نن یی له برکته په زرګونو جریبه ځمکو ته د خړوبولو اسانتیاوې برابرې کړی دي