د ملي امنیت ځواکونو تېره اونۍ کې د داعش د بېلابېلو برخو ۵ مسؤلین او د جنګي طالبانو یو مهم قوماندان ژوندي نیولي .

چارواکي وایي، د ملي امنیت مؤظفینو په ننګرهار ولایت کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د داعش ډلې د بېلابېلو برخو ۵ مهم غړي،د جنګي طالبانو یو قوماندان او لسګونه میله وسلې نیولي دي .

 

د دې ولایت والي حیات الله حیات د زمري په ۱۶مه د ملي امنیت په ریاست کې د کنفرانس پر مهال وویل، د داعش ډلې د ګل اعظم په نوم مهم غړی چې د روداتو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، د داعشیانو د چاودیدونکو توکو،واسکټونو او وسلو د ساتنې او لیږد مسؤلیت یې درلود،چې باالفعل د سلاح او انفجاریه موادو سره په یاده ولسوالۍ کې ونیول شو.

 

نوموړي زیاته کړه، د روداتو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکي قاری عبدالمالک او منګل چې د داعشیانو لپاره یې د وسلو او چاودیدونکو توکو د لیږد مسؤلیت درلود،هم د ملي امنیت ځواکونو له لورې په یاده ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

 

هغه وایي، نصرت الله چې په عابد مشهور دی او د چپرهار ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،په جلال اباد ښار کې  داعش ډلې ته د امنیتي ځواکونو په اړه د مالوماتو د ورکولو مسؤلیت درلود،همدا راز د عبدالرحیم په نوم د یادې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی چې د داعش ډلې د میرمنو د انتقال او درملنې مسؤلیت یې درلود، د ملي امنیت ځواکونو له لورې نیول شوي دي .

 

ننګرهار والي وویل، د جنګي طالبانو یو قوماندان عبدالرحیم چې مشهورپه بدري دی او د خوږیاڼو ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی دی،د ملي امنیت مؤظفینو له لورې نیول شوی،همدا راز یې په یاده موده کې په بېلابېلو سیمو کې د ۴۱ میله وسلو د نیولو څخه هم خبر ورکړ.

 

نیول شوو د داعش ډلې مهمو غړو او جنګي طالبانو قوماندان په خپلو جرمونو اعترافات کړي .

 

تر دې وړاندې هم د ملي امنیت ځواکونو له لورې په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمیر مجرمین او مخالفین نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي .