د ننګرهار پوهنتون د غصب شوې ځمکې خلاصون په موخه کميسون وټاکل شو

۱۷/۵/۱۳۹۷
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د املاکي کميسون په غونډه کې د ننګرهار پوهنتون د غصب شوې ځمکې خلاصون په موخه د کميسون غړو ته دنده ورکړه، څو د يادې ځمکې په اړه معلومات راټول او په خلاصون کې يې وروستي اجرات تر سره کړي.
د دې غونډې په ترڅ کې د يو شمېر کسانو د عريضې له مخې د شخصي غصب شويو او استملاکي ځمکو پر موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې او اړونده مسئولينو ته د ستونزو حل په موخه سپارښتنې وشوې.
د ولايت مرستيال همدا راز ديشين قوم د نمرو په اړه هم شته ستونزې مسئولينو سره شريکې کړې او ورته يې د اجراتو لارښوونه وکړه.
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8