ننګرهار والي ښځو چارو رياست څخه ليدنه او څارنه وکړه

۱۷/۵/۱۳۹۷
 
 
ننګرهار والي حيات الله حيات د زمري په ۱۷مه د ښځو چارو رياست ليدنه او څآرنه وکړه او د يادې ادارې د مسئولينو يو شمېر ستونزې يې د حل په موخه واوريدې.
 
نوموړي ښځو چارو ریاست بېلابېلې شعبې له نږدې وکتلې او د دې ادارې د کارونو او فعاليتونو په اړه يې معلومات ترلاسه او هغوی ته يې د چارو په سمون کې لازمې سپارښتنې وکړې.
 
ده د يادې ادارې مسئولينو ته وويل، چې د دې ولايت امنيت په ټينګښت کې يې يو لړ اقدامات پيل کړي، چې له مخې به يې ډېر ژر په ټول ننګرهار کې بشپړ امنيت تامين شي.
 
هغه  همدا راز ډاډ څرګند کړ، چې د ښځو اړوند ستونزې به جدي تعقيب او په حل کې به يې اړونده ادارو ته جدي لارښوونې وکړي.
 
ننګرهار والي دغه راز د يادې ادارې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې خپلو دندو ته په رسمي وخت کې حاضر او د خلکو ستونزې پر وخت حل کړي.
 
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8