ننګرهار کې د شکايتونو اورېدو په موخه ۱۶۰ شمېره فعاله شوه

۱۷/۵/۱۳۹۷
د ننګرهار والي حيات الله حيات په نوښت د خلکو شکايتونو اورېدو په موخه د تيليفوني اړيکو ۱۶۰ شمېره فعاله شوه، چې د شکايت کوونکو دهويت پټ ساتلو په صورت کې به ستونزې اوريدل کيږي او په حل کې به يې اقدامات تر سره کيږي.
د شکايتونو اورېدو دغه مرکز د زمري په ۱۷مه د ننګرهار والي او يو شمېر مسولینو له لورې پرانستل شو، چې شکايتونو ته د رسېدلو بشپړ ډاډ يې هم وکړ.
ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، دغې شمېرې ته هر څوک په وړيا توګه زنګ وهلی شي او د هرې ادارې څخه د فساد او نورو برخو کې شکايت کولی شي.
د ننګرهار والي حيات الله حيات وويل، چې د دغې چارې څخه يې موخه له ولس سره د هغوی د ستونزو اورېدو په برخه کې د خپلې ژمنې پوره کول او دغه راز په اداراتو کې د خلکو د ستونزو حلول دي.
دی وايي، دا مرکز به د ټولو هغو خلکو شکايتونه ثبتوي، چې په ادارو کې له فساد کړېږي او د ادارو مامورين ترې د کار په بدل کې د بډو اخېستو غوښتنه کوي.
هغه زياته کړه: ((نن د ۱۶۰ لنډه شمېره د ولايت مقام د شکايتونو اورېدو لپاره څلرويشت ساعته فعاله شوه، زموږ هېوادوال، چې په هره برخه او هره اداره کې ستونزې لري، نيغ په نيغه کولی شي، دغه مرکز ته زنګ ووهي او خپل شکايتونه ثبت کړي.))
والي ډاډ ورکړ، چې د شکايت کوونکي شخص هويت پټ ساتل کېږي او موضوع ته به په عاجل ډول څېړل کېږي او نتيجه به يې له شکايت کوونکي شخص سره شريکېږي.
په ورته وخت کې يو شمېر مدني فعالان چې د دغه مرکز پرانستل کېدو ته راغلي وو، هيله مندي ښکاره کړه، چې دا مرکز به په ننګرهار کې د فساد د مخنيوي په برخه کې ګټور تمام شي.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل، دا ډول شمېرې کولی شي، چې اداراتو کې د فساد مخه ونيسي.
هغه غوښتنه وکړه، چې ولايتي اداره دې يادې شمېرې ته د شکايت کوونکو شکايتونه په ښه ډول حلوي، څو نور خلک هم پرې باور وکړي.
مدني فعال نور احمد نوراني بيا ټينګار وکړ، چې ۱۶۰ شمېره بايد همېشه فعاله و اوسي او لکه د پوليسو د ۱۱۹ شمېرې غوندې نه وي، چې تل به مصروفه وه.
د يادولو وړ ده، چې د ننګرهار والي حيات الله حيات د خپل کار په لومړۍ ورځ هم خپله شمېره د شکايتونو د اورېدو په موخه اعلان کړې وه.
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8