ننګرهار کې د ولسمشر د وروستيو اقداماتو ستاينه او هر کلی وشو

۱۷/۵/۱۳۹۷
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار  کې يو شمېر مدني ټولنو غړو او ځوانانو د زورواکو او غاصيبينو پر وړاندې  د ولسمشر له وروستيو اقداماتو د ستاينې او قدردانۍ تر څنګ له ولسمشر او ملي  امنيتي ځواکونو څخه خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ.
دغه ځوانان او مدني  ټولنو استازي چې په سپين غر هوټل کې راټول شوې وو، تر پښتونستان  واټ پورې    يې  د يو سوله ايز لاريون په ترسره کولو سره د ولسمشر محمد اشرف غني له وروستيو اقداماتو چې د زورواکو او غاصبينو پروړاندې يې  پيل کړي  ستاينه او قدرداني  وکړه.
دوی  چې ، زورواکي  نه منو ، غاصبين دې د محکمې مېز ته کيښنول شي ، ژوندی دې  وي  د هېواد محبوب ولسمشر او زوړر ملي امنتي ځواکونه شعارونه يې  ورکول له ولسمشر غوښتنه وکړه چې د زورواکونو او غاصيبنو پر وړاندېد پيل شويو اقداماتو  لړۍ دې ننګرهار ته هم وغځوي او دلته دې هم غاصبين او زورواکي   چې د ننګرهار امنيت يي له ګواښ سره مخ کړی  وځپي  .
د يادونې وړ ده د جلال اباد ښآر امنيت ټينګښت  په  موخه  له تيرو څو ورځو راهيسې  له نورو امنيتي ځواکونو سره يو ځای  ملي اردو ځواکونه  هم د ښآر په بيلابيلو برخو کې موظف شوي،  چې ورسره د ښار په امنيت کې   د پام وړ  ښه والی  راغلی  چې له امله يې   د حکومت  دغه پريکړه د مدنې ټولنو او جلال اباد ښاريانو له هرکلي او ستاينې سره مخ شوه.
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8