ننګرهار والي د عدالت د پلي کولو په موخه د اجرائیه، عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ او همکارۍ ټینګار وکړ.

۱۷/۵/۱۳۹۷
 
ننګرهار والي حیات الله حیات د دې ولایت د عدلي او قضایي ارګانونو په میاشتنۍ غونډه کې د ګډون پر مهال ټینګار وکړ،چې د عدالت د پلې کولو په موخه دې اجرائیه، عدلي او قضایي ارګانونو ترمنځ همغږي لا زیاتې شي .
 
یاده غونډه چې د استیناف محکمې په ریاست کې د زمري په ۱۷مه جوړه شوې وه،په کې ننګرهار والي،د استیناف محکمې،استیناف څآرنوالۍ،عدلې،عامې روغتیا،کانال او د دیوانونو رئیسانو،امنیه قوماندان،ملي امنیت مرستیال،څارنوالانو،د ځمکو خپلواکې ادارې،ښاروالۍ،محبس او یو شمیر نورو ادارو استازو ګډون کړی وو.
 
د استیناف محکمې رئیس عبدالولي قاضي زاده د ننګرهار والي څخه مننه وکړه،چې په پرلپسې ډول یې د دوی د همغږۍ په غونډه کې ګډون وکړ او زیاته یې کړه، په وروستیو کې د قانون د حاکمیت په برخه کې د اخیستل شوو ګامونو له امله عدلي او قضايي ارګانونو مسؤلینو ته ځآنګړی جرائت ورکړل شوی دی .
 
ننګرهار والي حیات الله حیات خوښي وښوده،چې د رهبرۍ په کچه د اجرائیه، عدلي او قضايي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ غونډې ترسره کیږي او ټینګار یې وکړ،چې د عدالت د پلې کېدو په موخه دې د دې ارګانونو ترمنځ همغږي او همکاري لا زیاته شي .
 
نوموړي وویل، عدلي او قضایي ارګانونه پخپلو چارو کې خپلواکه دي او د قانون په چوکاټ کې د دوی د پرېکړو پر بنا په اصلاحاتو او نورو ناخوالو لمنځه وړلو کې ژور بدلون رامنځته کېدلی شي .
 
امنیه قوماندان مل پاسوال غلام سنایي ستانکزي ننګرهار والي او ټولو ارګانونو ته ډاد ورکړ،چې د قانون د پلې کېدو په برخه کې به له هر ډول اړېکې او ویرې پرته اقدامات ترسره کړي .
 
د دې غوندې په ترڅ کې د عدلي او قضایي ارګانونو د ادارو او د مسؤلینو د امنیت،سپین غر ولسوالۍ او د جلال اباد ښار اوومې او اتمې ناحیو کې د ادارو د فعالیدو په ترڅ کې عدلي او قضايي ارګانونو ته د چارو د پیل کولو زمینې برابرولو،په یو شمیر ولسوالیو کې د بند خونو پر فعالولو،د عامې روغتیا اړوند عدلي طب له لورې د بیړني او مؤثق راپور ورکولو،ولسوالیو او مرکز کې د محاکمو د ودانیو لپاره د ځمکو د ورکړې،  په یو شمیر برخو کې د محاکمو قاطع پرېکړو د نه عملي کېدو او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې .
 
همدا راز په کابل هډه کې د کانال اړوند ۲۵ هکتاره او مقام خان سیمه کې د ۲۵ جریبه غصب شوو ځمکو،په کوز کونړ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د غصب شوو ځمکو په اړه هم جدي بحثونه او د دې لوړ پوړو مسؤلینو ترمنځ د پلې کېدو په موخه پرېکړې وشوې .