د ننګرهار کډوالو چارو رياست په هلو ځلو ۲۵۲ کډوالو او بې ځايه شويو کورنيو سره د نغدي مرستې ترڅنګ دخوراکي توکو مرسته وشوه.

۱۷/۵/۱۳۹۷

د کډوالو چارو رياست  په هلو ځلو  د ننګرهار او لغمان ولايتونو  ۲۵۲ هغو کورنيو سره د ډبليو.ايف. پي  او سي .ډبليو.ايس همکارو ادارو په مالي لګښت  د  نغدي مرستې  ترڅنګ د خوراکي توکو مرسته  وشوه ،  چې  په دې وروستيو کې  هېواد ته راستنې او يا دجنګ  جګړو له امله  بې ځايه  شوې  وې.

 د کډوالو  چارو  رياست  مرستيال عوض خان بشارت وويل :  دغه مرسته   د ډبليو. ايف. پي. او سي. ډبليو. ايس .همکارو ادارو په مالي لګښت  هېواد ته  راستنو شوو او د لغمان او ننګرهار ولايتونو  هغو کورنيو سره ترسره  کيږي  چې د جنګ  جګړو له امله بې ځايه شوي

نوموړي وويل په يادو مرستو کې له ۱۲۰ کورنيو سره د سي.ډبليو.ايس له لوري ۶۵۲۰ افغانيو نغدي مرسته او له پاتې  ۱۳۲ کورنيو سره د ډبليو.ايف.پي ادارې  له لوري د خوراکي توکومرسته وشوه.

انځور: ارشيف

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8