د جلال اباد ښار يو ميليون اوسيدونکو ته د پاکو اوبو زمينه برابريږي

۱۸/۵/۱۳۹۷
 
ننګرهار ولايت مالي او اداري مرستیال تميم عارف مومند د اوبو رسولو ادارې رئیس او يو شمېر نورو مسئولينو سره د ناستې پر مهال سپارښتنه وکړه، څو ښاريانو ته د پاکو اوبو رسولو نوې پروژې کارونه نهايي او عملاً ياده پروژه تطبيق کړي.
 
نوموړي وويل، چې د دې پروژې په تطبيق سره به د جلال اباد ښار يو ميليون اوسیدونکو ته د پاکو اوبو زمينه برابره شي.
 
د ننګرهار اوبو رسولو ادارې رئيس وفي الله سیدي وويل، چې د جلال اباد ښاريان د پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي، چې د دې پروژې په تطبيق سره به دغه ستونزه حل شي.
 
نوموړي وويل، چې جلال اباد ښاريان په په ثانيه کې يو متر معکب اوبو ته اړتيا لري، چې دوی به اوبه په کيمياوي، فزيکي، او بکتريالوژيکي تصفیه خانو کې له چاڼ او تصفيه کولو وروسته پاکې اوبه ښاريانو ته په معياري کيفيت سره وړاندې کړي، چې په دې سره به په خپلسري ډول د اوبو د استخراج مخه هم ونيول شي.
 
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8