ننګرهار کې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د نوي مسیر ټاکلو وړانديز وشو

۱۸/۵/۱۳۹۷
ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند په مشرۍ د ادارو مسئولينو د کاسا زر پروژې د مسير ټاکلو په موخه دويمه مشورتي ناسته وکړه او په کې  د يادې پروژې د نوي مسير وړانديز وشو.
مسئولينو د ولايت مرستيال ته د نقشې له مخې معلومات ورکړل او د خوندې لارې په ټاکلو خبرې اترې او نظرونه شريکول شول.
د دغه مشورتي ناستې پرمهال وړانديز وشو، چې د کاسا زر پروژه  د بهراباد څخه تر ګمبیري غره په لمنو، تنګي، کامې ولسوالۍ شمالي برخې، ګوشتې ولسوالۍ، لعلپورې او مهمندرې تورخم ښارګوټي څخه  کوزې پښتونخوا ته وغځول شي.
د ولايت مرستیال تميم عارف مومند د تطبیق کوونکي شرکت او ادارو مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د يادې پروژې تطبيق لپاره د امنيتي لارې په ټاکلو، د زراعتي ځمکو او کورنو تخريب په مخنيوي کې جدي پاملرنه وکړي.
دغه وړاندیز تطبیق کوونکي شرکت KEC سره شریک شو، چې تر ارزونې وروسته به د يادې پروژې د تطبيق پلان نهايي شي. 
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8