جلال اباد کې د خپلواکۍ بېرته ګټلو ۹۹ يمې کاليزې نمانځې په موخه چټک چمتووالی روان دی

۲۵/۵/۱۳۹۷
جلال اباد ښاريان  د خپلواکۍ ۹۹ يمې کاليزې د ښې نمانځنې په موخه په ځانګړو تياريو بوخت دي او  ورځ تر بلې د ښار واټونه، د هټۍ مخې او تفريحي پارکونه د شاه غازي امان الله خان په انځورونو او ملي بيرغونو  لا زيات پوښل کيږي.
د ښار واټونه ، د هټيو مخې، تفريحي پارکونه او نور ټولګټي ځايونه د خپلواکۍ اتل شاه غازي امان الله خان په انځورونو او د هېواد په درې رنګه ملي بيرغ رنګين او ښکلي شويدي.
د لويانو ترڅنګ ځوانان او کوچنيان د هېواد له درې رنګه ملي بيرغ څخه جوړې شوې خولۍ ، پکولونه ، جامې او واسکټونه اخلي او وايي، چې د ملي احساس له مخې به يې د خپلواکۍ په ورځ جامې، واسکټونه اغوندي او خولۍ به په لوړ افتخار په  سر ږدي.
په ښار کې مې ګڼ شمېر ريکشه چلونکي وليدل ، چې خپلې ريکشې يې  په درې رنګه ملي بيرغ پوښلې وې او د خوښيو احساس يې کاوه. 
ښاريان وايي:  په دې وياړي ، چې په خپله غيږ کې يې د خپلواکۍ اتل  شاه غازي امان الله خان ته ځای ورکړی او په همدې موخه د خپلواکۍ ورځ د نورو ولايتونو په پرتله ننګرهار کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي.
دوی زياتوي د خپلواکۍ ورځ ورته له  وياړ او د افتخار څخه ډکه   ده او د ملي احساس له مخې به دغه ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځي.
د يادونې ده، چې ۹۹ کاله وړاندې د اسد يا زمري د مياشتې په ۲۸ مه د شاه غازي امان الله خان په مشرۍ او د افغان ميړني او مجاهد ولس په بې سارې قربانيو انګريزي ښکيلاک ته ماتې ورکړه او د خپلواکۍ دغه ستر وياړ يې و ګاټه ، چې هر کال ياده ورځ په کور د ننه او بهر د افغانانو له لوري په شاندارو مراسمو سره نمانځل کيږي.
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8