د ملي امنیت مؤظفینو په هلو ځلو د خپلواکۍ د ۹۹یمې کاليزې په ویاړ د یو قوماندان په ګډون ۱۴ وسله والو طالبانو له جګړې لاس واخیست او د سولې بهیر سره یو ځای شول .

۲۷/۵/۱۳۹۷
 
چارواکي وایي، د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کاليزې په ویاړ د ننګرهار ولایت د ملي امنیت مؤظفینو په هلو ځلو د قوماندان نوشاد خان په مشرۍ څوارلس وسله والو طالبانو له جګړې لاس واخیست او د سولې بهیر سره یو ځای شول .
 
د دې ولایت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د زمري په ۲۷مه د یو مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې چې د ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال برید جنرال سید نور حیدري سادات او د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد هم شتون درلود،د سولې سره د یو ځای شوو طالبانو په اړه رسنیو ته مالومات ورکړل .
 
نوموړي د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کاليزې په ویاړ د نوشاد خان په مشرۍ د وسله والو طالبانو ۱۴ کسیزې ډلې له جګړې لاس واخیست او د سولې بهیر سره یو ځای شول،چې دوی تر دې وړاندې د دې ولایت په بټي کوټ او مومندرې ولسوالیو کې ورانکاري فعالیتونه ترسره کول،چې خپلې ۱۵ میله درنې او سپکې وسلې یې هم د ملي امنیت مؤظفینو ته وسپارلې .
 
په همدې حال کې د ولایتي شورا غړي اسرارالله مراد د ملي امنیت منسوبینو د هلو ځلو څخه د ستاینې ترڅنګ د یو ځآی شوو طالبانو څخه مننه وکړه او پر نورو جنګي طالبانو یې هم غږ وکړ،چې د سولې لاره غوره کړي .
 
د یو ځای شوي ۱۴ کسیزې ډلې مشر نوشادخان وویل،د حقیقتونو په درک کولو او د خپلواکۍ د ۹۹ یمې کالیزې په مناسبت یې د تل لپاره له جګړې لاس واخیست او د سولې لاره یې غوره کړه .
 
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، په وروستۍ اوونۍ کې د ملي امنیت منسوبینو له لورې ۳۴ داعش وسله وال چې په کې بریدګر، د بریدونو طرحه کوونکي او نور شامل دي،نیول شوي،چې یو شمیرو یې پخپلو جرمونو اعتراف کړی او د ځینو نورو څخه یې څېړنې جریان لري .
 
هغه همدا راز په بټي کوټ ولسوالۍ کې پیل شوو عملیاتو د پای ته رسیدو څخه هم خبر ورکړ،چې په وینا یې د یادو عملیاتو پر مهال تر ۲ سوو په شاوخوا کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او همدا راز د اووه نیم زره جریبه په شاوخوا کې د کانال ځمکه د جنګي طالبانو څخه ازاده او د کانال ادارې ته وسپارل شوه .
 
د يادونې وړ ده، چې تر دا مهاله تر زرو زيات طالب او داعش وسله وال سولې بهير سره يو ځای شوي دي.
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8