نازيانو کې کورنيو ژوو ته د بروسلوز تبې مخنيوي واکسين کمپاين پيل شو

۱۴/۸/۱۳۹۷

 

ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې کرنې رياست له لوري د بروسلوز تبې مخنيوي په موخه کورنيو ژوو ته د واکسين کمپاين پيل شو، چې په ترڅ کې به يې زرګونه ژوي واکسين شي.

 

د کرنې رياست مسئولینو د معلوماتو له مخې بروسلوز يو ډول ناروغي ده، چې له حيواناتو څخه انسانانو ته هم انتقاليږي.

 

د يو بل خبر له مخې د ننګرهار ولايت کوز کونړ ولسوالۍ کې کرنې رياست له لوري بزګرانو ته د ۷۰ ټنه يوريا سرې د توزيع لړۍ پيل شوه، د کرنې رياست مسئولينو معلوماتو له مخې دغه سره به ډېر ژر د نورو ولسواليو بزګرانو ته هم توزيع کړي.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8