عامې روغتيا رياست سره د يونيسف ادارې له لورې د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنځو امبولانسونو مرسته وشوه.

۲۵/۷/۱۳۹۷

 

دغه امبولانسونه د تلې په ۲۵مه د ننګرهار ولايت مقام کې د يونسف ادارې له لورې د عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

 

د ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند د يادو امبولانسونو د ورکړې په مراسمو کې وويل، چې دا امبولانسونه د يونيسف ادارې له لورې د ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د دغه ولايت عامې روغتيا رياست ته ورکړل شول.

 

بلخوا په ننګرهار کې د يونيسف ادارې د روغتيا د برخې مسئول محمد نافع کاکړ وويل، چې دا امبولانسونه د مور او ماشوم د مړينې د کموالي په موخه عامې روغتيا رياست ته ورکړل شوي دي.

 

د نوموړي په وينا له دغو امبولانسونو  څخه به د عاجلو پېښو د قربانيانو سربېره د زېږون پرمهال د مېندو د انتقال په برخه کې واخيستل شي.

 

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کاموال وويل، چې له دغو امبولانسونو به د نورو لسو امبولانسونو سره يوځای د ننګرهار امبولانس شبکې له لارې د عاجلو پېښو پرمهال د قربانيانو په انتقال کې ګټه اخېستل کېږي.

 

هغه وايي، ياد امبولانسونه د اکسيجن او نورو اسانتياو درلودونکي دي، چې د ټپيانو د انتقال پرمهال د لومړنيو درملنو وړتيا لري.

 

 د ننګرهار د عامې روغتيا رياست چارواکي وايي، د کابل امبولانس په څېر ننګرهار کې هم د ننګرهار امبولانس په نوم شبکه رامنځته کوي، چې د عاجلو پېښو د قربانيانو په انتقال کې به مرسته کوي.

 

د يادولو وړ ده، چې څه موده وړاندې د سعودي عربستان له لورې هم  ننګرهار عامې روغتيا رياست سره د لسو امبولانسونو مرسته شوې وه.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8