علماء کرامو په ټاکنو کې ګډون او رايه اچونه روا او مشروعه کړنه اعلان کړه.

۲۶/۷/۱۳۹۷

 

ننګرهار کې علماء کرامو د يو خبري کنفرانس پرمهال په ټاکنو کې ګډون او رايه اچونه مشروعه کړنه اعلان کړه او په خلکو يې غږ وکړ، چې اهل او وړ زعيم وټاکي.

 

دغه خبري کنفرانس، چې د ولایت رسنيو دفتر کې د تلې په ۲۶مه جوړ شوی و پرمهال يې حج اوقافو رئيس، علماء کرامو، ژورنالیستانو او نورو ګډون کړی و.

 

د حج اوقافو رئيس مولوي محمد داود مجاهد وويل، چې ټولو اصحابو کرامو خليفه د رايې په ورکونې سره ټاکلی او رايه ورکونه يې د اسلام مبارک دين له نظره مشروع او روا کړنه ياده کړه.

 

نوموړي وويل، چې د مسلمانانو د تاريخ په اوږدو کې خپل زعيم او خليفه د خپلمنځي مصلحت، بيعت او رايې له مخې ټاکلی او افغانانو ته لازمه ده، چې اهل کسانو ته رايه ورکړي.

 

ده زياته کړه، چې پخوا يې هم د جمعې ورځې خطبې او نورو ديني پروګرامونو په ترڅ کې له منابرو ولسونه ټاکنو کې ګډون په موخه هڅولي او راتلونکې جمعې په ورځ به يوځل بيا له مساجدو څخه ولسونه د رايې اچونې پر اهميت وپوهوي او دوی به په ټاکنو کې د ګډون په موخه وبولي.

 

مولوي حميدالله جلال ابادي وويل:(( مال ليدلي ګاونډيو هېوادونو کې علماء کرام ټاکنو ته دريږي او همدا راز وړ نوماند ته رايه اچوي...))

 

نوموړي د ننګرهار پر ولسونو غږ وکړ، هغه چاته رايه ورکړي، چې اهليت، اسلامي اخلاق او تربيه ولري، ترڅو له يوه پلوه دروند، عادل او په معيار برابر پارلمان ولرو او له بل لوري راتلونکی پارلمان ښه وزيران وټاکي.

 

مولوي نثار احمد پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې د رايه اچونې په ورځ نارينه او ښځينه ټول رايه واچوي او يو وړ او مسلمان شخص وټاکي.

 

نوموړ وويل، چې هېوادوال بايد داسې کس خپل زعيم وټاکي، چې غل، غاصب، قاتل او فاسد نه وي؛ بلکې د ولس په نبضونو، ستونزو او مشکلاتو پوه او خبر شخص وي او په راتلونکي کې اسلامي او افغاني ارزښتونو ته بشپړ درناوی او پاملرنه وکړي.

 

د کنفرانس په پای کې ټولو علماء کرامو په يو غږ د اسلام مبارک دین له نظره رايه اچونه مشروع وبلله او پر هېوادوالو يې غږ وکړ، چې د ټاکنو په ورځ راووځي او رايه واچوي.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8