د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ نوی رئیس نورالله سباوون په رسمي ډول د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

۲۶/۷/۱۳۹۷

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ نوی رئیس نورالله سباوون په رسمي ډول د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

 

د ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ نوی رئیس نورالله سباوون د دې ولایت د والي حیات الله حیات له لورې د تلې په ۲۶مه په رسمي ډول د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژنده .

 

په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته ننګرهار والي حیات الله حیات د خبرو پر مهال د کرنې او مالدارۍ پخواني رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي د ترسره شوو کړنو څخه قدردني وکړه او په راتلوونکې چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړه،همدا راز نوي رئیس ته یې د مبارکۍ ترڅنګ په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

نوموړي همدا راز نوي رئیس ته سپارښتنه وکړه،چې د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست لپاره د پخوانیو تجربه لرونکو او د ریاست د نورو کارکوونکو په همکارۍ منظمه ستراتیژي جوړه او له مخې په اساسي ډول د دې ولایت کرنې او مالدارۍ ته وده ورکړل شي .

 

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ نوي رئیس نورالله سباوون د مرکز د باور څخه مننه وکړه او ننګرهار والي او د دې ولایت اوسیدونکو ته یې ډاډ ورکړ،چې د کورنیو تولیداتو د ودې،بازار موندنې،اوبو تنظیم او بزګرانو ته په تخنیکي او عصري بڼه د روزنیزو پروګرامونو په جوړولو سره به د ننګرهار کرنې او مالدارۍ برخې ته وده ورکړي .

 

د دې غونډې په څنډه کې د ننګرهار د بشري سرچینو رئیس عبدالرؤف مومند د کرنې او مالدارۍ د نوي رئیس د ګمارنې مکتوب ولوست او د یادې ادارې د کارکوونکو،همکارو مؤسسو او نورو اتحادیو په استازیتوب نوي رئیس ته د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

د یادونې وړده،چې نورالله سباوون، چې د دې ولایت د کرنې او مالدارۍ پوهنځي څخه فارغ شوی،شاوخوا لس کاله د کرنې او مالدارۍ په برخه کې فعالیت ترسره کړی او په وروستیو دوو کلونو کې د پکتیکا ولایت د کرنې او مالدارۍ ادارې د رئیس په توګه دنده ترسره کوله .

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8