ننګرهار والي وایي،په دې ولایت کې ټولې ګمارنې د قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي او هیڅوک د یو شخص یا ډلې په وینا نه ټاکل کیږي .

۱۷/۸/۱۳۹۷

 

ننګرهار والي حیات الله حیات د شینوارو د ۶ ولسوالیو مخورو سره د لیدنې پر مهال چې د ملي امنیت ریاست لومړي مرستیال او ولایتي شورا غړي هم شتون درلود وویل، په دې ولایت کې هیڅوک د یو شخص او یا ډلې په وینا نه ګمارل کیږي؛ بلکې ټولې مقررۍ د قانون په چوکاټ کې ترسره کیږي .

 

د دې غونډې پر مهال چې د لړم په ۱۷مه د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، د اچین، نازیانو، دوربابا، شینوارو، سپین غر او هسکې مېنې ولسوالیو مخورو او ځوانانو د خبرو پر مهال د دوربابا د ولسوال په توګه د حاجي همېشه ګل په پاتې کېدو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، نوموړی په هېواد او خاوره مین شخص دی او د یادې ولسوالۍ د امنیت په تامین کې یې مهم رول لوبولی دی .

 

ننګرهار والي حیات الله حیات د قومي مشرانو د یووالي ستاینه وکړه، د دوربابا مخکیني ولسوال همېشه ګل مسلم ترسره شوې کړنې یې وستایلې او زیاته یې کړه، چې نوموړی یو ځل تقاعد شوی او د پنځه کلونو لپاره ورته د دندې ترسره کولو په موخه تمدید اخیستل شوی،چې یاده چاره د قانون له مخې بیا نشي تکراریدی .

 

نوموړي مخورو ته ډاډ ورکړ،چې د دوربابا د قومونو په خوښه به دوربابا کې نوی ولسوال ورته په دنده وګماري او همېشه ګل مسلم به ورته د شینوارو ټولو ولسوالیو د امنیت تامین او نورو برخو کې خپل سلاکار وټاکي .

 

ښاغلي حیات مخورو ته وخت ورکړ، چې د یادې پرېکړې په اړه ورته وروستی نظر ورکړی، ترڅو یاده موضوع د قانون په چوکاټ کې وروستۍ شي .

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8