د ننګرهار په کوربتوب د ختیځ په کچه د میرمنو د توانمندۍ درې ورځنی سمپوزیم جوړیږي .

۲۱/۸/۱۳۹۷

 

د ښځو چارو وزارت چارواکي وایي،د ننګرهار په کوربتوب د ننګرهار،لغمان،کونړ او نورستان ولایتونو د میرمنو د توانمندۍ درې ورځنی سمپوزیم جوړيږي،چې په کې به د ښځو اړوند بېلابېلو موضوعاتو باندې بحثونه او پایلې تر لاسه کړي .

 

د یاد وزارت مرستيالې سپوږمۍ وردګ د لړم په ۲۱مه ننګرهار والي حیات الله حیات سره په ولایت مقام کې د لیدنې پر مهال یاد مالومات شریک کړل او زیاته یې کړه،چې یاد سمپوزیم به د سې شنبې،چهارشنبې او ۵ شنبې په ورځو کې ترسره شي .

 

ننګرهار والي حیات الله حیات خوښي وښوده،چې په بېلابېلو برخو کې ښځې له خپلو حقوقو څخه د خبرونې،د دوی ستونزې د نورو مسؤلینو سره شریکولو،د مسؤلینو له لورې میرمن ته د پاملرنې او د دوی اړوند پوښتنو ځواب ویلو او نورو برخو لپاره سمپوزیم جوړیږي.

 

هغه د ښځو چارو وزارت مرستیالې ته په ټولو برخو کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8