په ننګرهار کې د بېلا بېلو ولسواليو قومي مخورو او کروندګرو په خپلو کرنيزو ځمکو کې د کوکنارو د نه کرلو پريکړه وکړه.

 

۲۳/۸/۱۳۹۷

 

دغه پريکړه له نشه يي توکو سره د مبازري رياست له لوري د قومي مخورو ، او بزګرانو سره د کوکنارو د کښت ، قاچاق او استعمال د مخنيوي په تړوا په جوړه شوې غونډه کې وکړه.

 

په همدې موخه  د جلال اباد ښاروالۍ په ميلمستون کې د لړم په ۲۳مه غونډه جوړه شوې وه، چې په کې ننګرهار والي حيات الله حيات ترڅنګ ننګرهار امنيه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزي، يوشمير ولسوالانو، د ولايتي ادارو يو شمير رئيسانو، قومي مخورو ، ديني علماوو، او بزګرانو ګډون کړې وو.

 

ننګرهار والي حيات الله حيات غونډي ته په خبرو کې ننګرهار کې د جوړيدونکي نړيوال اسلامي پوهنتون په اړه ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د ولسمشر سره په ليدنه کې دغه ستونزه حل شوې او ولسمشر د نړيوال اسلامي پوهنتون جوړيدل بيرته په ننګرهار کې منظور کړل

.

نوموړي دغه رازوويل ، ولسمشر  د بريښنا ستونزي دايمي حل په موخه بريښنا لوي  رياست او ولايت  ته مسئوليت وسپاره ترڅو د بريښنا ستونزي دايمي حل لاري چاري پيدا کړې چې په خبره يي  ولايتي اداره پر دغه موضوع جدي کار وکړي.

 

ننګرهار والي همد راز د کوکنارو کرکيله د ټولنې بدبختي لامل ياد کړ، چې په خبره  يې دغې ناوړه پديدې زيات قربانيان زموږ د ټولني ځوانان دي، دغه راز یې ګواښ وکړ  که د هري ولسوالۍ د  حکومت تر کنټرول لاندي سيمو کې کوکنار وکرل شي د يادې ولسوالۍ ولسوال ، امنيه قوماندان او د امنيت امر به له دندي ګوښه عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.

 

نشه يي توکو سره د مبارزي رئيس ادريس ساپي وويل ، د کوکنارو کر د اسلام په مقدس دين او د هېواد په وضعي قوانينو کې منع او بايد بزګران د خپل ملي مسئولیت په ادا کولو سره د کوکنارو له کر څخه ډډه وکړي.

 

د علماوو په استازولۍ استاد داود مجاهد د اسلام له نظره د کوکنارو کښت حرام ياد کړ نوموړي په ټولنه کې د اوسنيو ستونزو لامل د نشه يي توکو استعمال او د کوکنارو کر ياد کړ، نوموړي له بزګرانو غوښتنه وکړه چې د الله تعالي د رضاء حاصلولو په موخه د کوکنارو له کښت ، قاچاق او استعمال مخنيوي په موخه هلي ځلې وکړي.

 

قومي مشرانو بيا د کوکنارو د نه کرلو ژمنې ترڅنګ له حکومته په ولسواليو کې د بنيادې پرمختايي پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه.

 

د غونډي په پای کې اته ماده ییز پريکړه ليک هم ولوستل شو،چې په کې په ننګرهار ولايت کې د کوکنارو نه کرلو پريکړي  ترڅنګ راغلي وو، که  د هر دولتي مامور پرځمکه کوکنارو کښت وليدل شو له دندي ګوښه عدلي او قضايي ارګانونو ته به معرفي شي.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8