ننګرهار کې بزګرانو ته د ۱۶۵۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونو او سپینې سرې د ویش لړۍ پیل شوه .

۲۶/۸/۱۳۹۷

 

ننګرهار ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست له لورې د دې ولایت ۱۱ زره بزګرانو ته د ۱۱ سوه مټریک ټنه سپینې سرې او ۵۵۰ ټنه د غنمو اصلاح شوو تخمونو د ویش لړۍ نن د لړم په ۲۶مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوه .

 

د یادې مرستې وړاندې بزاګرانو سره جوړې شوې غونډې ته ننګرهار والي حیات الله حیات د کرنې او مالدارۍ او همکارو ادارو څخه مننه وکړه،چې په ټاکلي وخت یې بزګرانو ته د غنمو د اصلاح شوو تخمونو او سپینې سرې د ویش لړۍ پیل کړه .

 

نوموړي هیله وښوده،چې د بزګرانو له لورې د اصلاح شوو تخمونو په کرلو سره د غنمو په حاصلاتو کې زیاتوالي راشي او په ملي کچه بهرنیو هېوادونو څخه د غنمو د را واریدولو پر ځای دوی ته صادرات ولرو .

 

هغه بزګرانو ته وویل،پرېکړه یې کړې،چې سږ کال به هیڅوک پخپلو ځمکو کې د کوکنارو کر نه کوي او په هغو سیمو کې چې یادې چاره ترسره شي،له دندو د مسؤلینو د ګوښه کېدو ترڅنګ به بزګرانو سره تر ټولو سخت قانوني چلند وکړي .

 

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئیس نورالله سباون وویل، د دې ولایت ۱۱ زره بزګرانو ته یې ۱۱ سوه مټرک ټنه د سپینې سرې او ۵۵۰ مټریک ټنه یې د غنمو اصلاح شوي تخمونو مرسته پیل کړه،چې د کوپونو سیستم له لارې به د سره رود، بهسودو، روداتو،درې نور او ګوشتې ولسوالیو ۲۸ سوه بزګرانو ته ۱۴۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوی تخم او دوه سوه اتیا مټریک ټنه سپینه سره ورکړي .

 

هغه زیاته کړه، د ۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت مرسته شوو د غنمو اصلاح شوو تخمونو حاصلاتو کې به د ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت زیاتوالی راشي،چې اوس مهال یې هر بزګر ته د ۱۹۷۶ افغانیو په لګښت پنځوس کیلو د غنمو اصلاح شوی تخم او  ۱۰۰ کیلو سپینه سره ورکړه،ترڅو په دوه جریبه ځمکه کې ترې د کر په موخه ګټه واخلي .

 

په ورته وخت کې بزګرانو په شپیته سلنه وړیا ډول د غنمو د اصلاح شوو تخمونو او سرې تر لاسه کولو څخه خوښي وښوده او له همدې امله یې د ولایت مقام او کرنې ادارې څخه مننه وکړه،خو ټینګار یې وکړ،چې د نشه یې توکو کښت د مخنیوي په موخه دې له دوی سره لا زیاتې مرستې ترسره شي .

 

د بزګرانو سره یادې مرستې په داسې حال کې ترسره کیږي،چې مسؤلینو د نشه یې توکو کښت د مخنیوي په موخه ګړندۍ هلي ځلي پیل کړي دي .

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8