د پوهنتون استادانو د ننګرهار والي د کړنو ستاينه او ملاتړ وکړ

۲۶/۸/۱۳۹۷

 

ننګرهار والي سره د لړم په ۲۶مه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې د يوې ناستې په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون استادانو د نومړي د کړنو ستاينې او ملاتړ ترڅنګ د خپلې سرپناه ستونزه د حل په موخه شريکه کړه.

 

د ننګرهار پوهنتون استادانو د خپلو خبرو پرمهال د دې ولايت والي حيات الله حيات د فساد مخنيوي، امنيت تامين، غاصبينو او مفسدينو سره د مبارزې، اداري اصلاحاتو او يو شمېر نورو برخو کې د تر سره کړيو کړنو ستاينه او ملاتړ وکړ.

 

دوی ننګرهار والي ته ډاډ ورکړ، چې د ټولو مثبتو کړنو ملاتړي يې دي او په دې ولايت کې يې د اصلاحاتو او امنيت تامين کې ترې د نورو اقداماتو غوښتنه وکړه.

 

د ننګرهار پوهنتون استادانو همدا راز وويل، چې د دې پوهنتون استادانو ته يو ښارګوټی رسماً پرانيستل شوی؛ خو د بېلابېلو پوهنځيو ۴۹ استادان، چې په دې وروستيو کې ګمارل شوي نومري نلري او د سرپناه ستونزې سره مخ دي، چې په ياده برخه کې يې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

 

ننګرهار والي حيات الله حيات د پوهنتون له استادانو مننه وکړه، چې د ده له کړنو څخه يې ملاتړ څرګند کړ.

 

نوموړي وويل، چې د دندې له پيل څخه يې تر دې دمه د امنيت ټينګښت ترڅنګ په ټولو برخو کې د فساد مخنيوی کړی او هڅه کوي، چې ننګرهار په هره برخه کې نورو ولايتونو ته رول ماډل وګرځوي.

 

ننګرهار والي د پوهنتون استادانو ته ډاډ ورکړ، چې اړونده مسئولينو ته به سپارښتنه وکړي، ترڅو دوی ته په ځانګړي شوي ښارګوټي او يا بل ځای کې د سرپناه په موخه له قانوني پروسيجر يوه – يوه نومره توزيع کړي.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8