ننګرهار کې د ملي امنيت ادارې په هلو ځلو ۱۵ داعش وسله وال له خپلو وسلو سره يوځای د سولې پروسې سره يوځای شول .

۱۳۹۷/۸/۲۷

 

ننګرهار ولایت کې د ملي امنیت ادارې د هلو ځلو په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال له خپلو وسلو سره یو ځای د سولې بهیر سره یو ځای شول او د لړم په ۲۷مه د یو رسنیز کنفرانس پر مهال په ملي امنیت ریاست کې رسنیو ته وښودل شول .

 

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د رسنیز کنفرانس پر مهال وويل، د ملي امنيت رياست په هلو ځلو نن پنځلس داعش وسله وال د سولې له بهير سره يوځای شول  او زياته یې کړه، يوځای شويو وسله والو د دغه ولايت نازيانو، اچين، هسکې مېنې او کوټ ولسواليو کې دولت ضد کړنې ترسره کولې او اوس يې خپلې وسلې او مهمات هم له ځانه سره راوړي دي.

 

د خوږياڼي په وينا دولت ته تازه تسليم شويو وسله والو وروسته له هغه د سولې لار خپله کړه، چې په نازيانو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملياتو کې پرمختګ وشو او پر هغوی د فعاليت ساحه راکمه شوه.

 

دی زياتوي، تر دې څو ورځې وړاندې هم ۹ داعش وسله وال چې ټول بهرنيان و، د سولې پروسې سره يوځای شوي و، چې څو ورځې وروسته به کابل کې رسنيو ته وښودل شي.

 

د داعش له لیکو جلا شوو او د سولې له پروسې سره يوځای شويو  په استازیتوب هرات،بانګل او بهادر خان په نومونو درې تنو رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، د ملکي افغانانو پر وړاندې د داعش ډلې ظلمونو او بې ګناه وژلو دې ته اړل کړل، چې د سولې له پروسې سره يوځای شي،  دوی زیاتوي دغې ډلې پر بې ګناه افغانانو هم رحم نه کاوه او حتی د سړکونو او پلونو او نورو عامه ځايونو په ويجاړولو يې شروع کړې وه، چې دغې چارې دوی د سولې پروسې سره يوځای کېدو ته اړ کړل.

 

د ولایتي شورا غړي ډاکټر ناصر کاموال د سولې پروسې سره پر یو ځای شوو کسانو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ،چې په افغانستان کې روانه جګړه عقیدوي نه،بلکې پروژه یې بڼه لري او په وینا یې جګړه هیڅکله هم د حل لاره نده .

 

دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي د اسلام له نظره سوله د الله ج یو لوی نعمت وباله او پر ټولو مرور یې غږ وکړ،چې ځانونه له دې ستر نعمت څخه برخمن کړي،په همدې حال کې مدني فعال قرار عزیزي هم د سولې بهیر سره د یو ځای شوو کسانو څخه وغوښتل،چې خپل نور ملګري هم وهڅوي،ترڅو له جګړې لاس واخلي .

 

د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي د یاد کنفرانس په څنډه یادونه وکړه،چې د ښه مدیریت او امنیتي ځواکونو د سرښندنو په ترڅ کې په دې ولایت کې امنیتي ساحه کې تر پخوا هر وخت پراخوالی راغلی،خو نیوکه یې وکړه،چې یو شمیر کسان،چې د فساد مخه یې نیول شوې او قانون پرې تطبیق شوی،غواړي،په خپلو غیرې مسؤلانه څرګندونو سره په دې ولایت کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ وښایي،چې په هیڅ ډول حقیقت نلري .

 

په همدې حال کې د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال عبيدالله شينواري هم تائید کړه،چې د دې ولایت د امنیتي ځواکونو د مېړانې په ترڅ کې ګڼ شمیر نا امنه سیمې په وروستیو کې امن شوي او په امنیتي برخه کې پر لا زیات کار ټینګار وکړ.

 

د يادولو وړ ده، چې له تېرو پنځو مياشتو کې ننګرهار کې ۲۱۵ داعش او طالب وسله وال د سولې له بهیر سره يوځای شوي دي.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8