ننګرهار ولايت مرستيال له يونيسف ادارې څخه په بټي کوټ او يو شمېرو نورو ولسواليو کې د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې د پروژو تطبيق غوښتنه وکړه.

۲۸/۸/۱۳۹۷

 

ننګرهار ولايت مرستيال تميم عارف مومند د يونسيف ادارې د سيمې په کچه د ۲۰۱۸ کال د تر سره شويو پروګرامونو بيا کتنې په غونډه کې وغوښتل، ترڅو په بټي کوټ او يو شمېر نورو ولسواليو کې، چې تازه له مخالفينو په بشپړ ډول پاکې شوي د روغتيا، پوهنې او يو شمېر نورو اړينو برخو کې پروژې تطبيق کړي.

 

دغه غونډه، چې لړم په ۲۸مه د يونيسف ادارې په سيمه ييز دفتر کې جوړه شوې وه پرمهال يې د يادې ادارې د ننګرهار او نورستان ولايت مسئولينو، د ننګرهار ولايت د پوهنې، اقتصاد، عامې روغتيا او يو شمېر نورو ادارو مسئولينو او استازو ګډون کړی و.

 

د ولايت مرستيال تميم عارف مومند د يونيسف ادارې له مسئولينو مننه وکړه، چې د کال په اخر کې د خپلو فعاليتونو بيا کتنه کوي او راتلونکې کال لپاره له تيروتنو او ستونزو پرته د خپلو نويو پروژو تطبيق لپاره هڅې کوي.

 

ده د يونيسف ادارې له مسئولينو وغوښتل ترڅو په بټي کوټ او ټولو هغو سيمو کې چې تازه له وسله والو مخالفينو پاکې شوي په کې د روغتيا، پوهنې او يو شمېر نورو اړينو برخو کې پروژې پلې کړي.

 

ننګرهار مرستيال والي تميم عارف مومند همدا راز د يونيسف له ادارې وغوښتل، چې د پروژو تطبيق کې ولايت مقام سره همغږي وکړي، ترڅو يې له مرستو او پروګرامونو څخه اړمن خلک ګټه پورته کړي.

 

نوموړي د يونيسف ادارې مسئولينو ته د دوی د امنيت ټينګښت او ټولو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او هيله وښوده، چې په ۲۰۱۹ کال کې د خلکو اړتيا سره سم پروګرامونه تر سره کړي.

 

د يونيسف سيمه ييز دفتر مشر ټريور کلاک د ولایت مقام له رهبرۍ مننه وکړه، چې په دې وروستيو کې يې د دې ولايت امنيت تامين کې مثبت بدلونونه رامنځته کړل، چې له امله يې دوی او ټول خلک د امن او سکون احساس کوي.

 

نوموړي وويل، چې له نننۍ غونډې څخه يې موخه د ۲۰۱۸ کال د تر سره کړيو کړنو بيا کتنه ده، ترڅو د تېر کال تيروتنې او ستونزې معلومې کړي او ۲۰۱۹ کال کې د پروګرامونو په ښه تر سره کېدو کې ترې ګټه واخلي.

 

ده زيات کړه، چې د کال په اخر کې د خپلو تیرو کتنو نظارت تر څنګ د راتلونکو دوو کالونو لپاره پلان جوړوي، ترڅو هر ځل په نوی نوښت، پرته له کومې ستونزې او تېروتنې خپلې چارې په ښه او منظم ډول پرمخ يوسي.

 

هغه ډاډ څرګند کړ، چې راتلونکي کال کې به په ننګرهار کې بېلابېلو برخو کې مهم او ګټورې پروژې تطبيق کړي.

#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8