د ننګرهار په دوربابا ولسوالۍ کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د روغتيايي مرکز لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې

۴/۱۲/۱۳۹۷
 
د ننګرهار ولایت په دوربابا ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ادارې له لورې د ۲۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د شل بستریز روغتون ودانۍ جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کب په ۴مه پیل شوې،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي.
 
د یادو مراسمو پر مهال ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي،عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال،ترانسپورټ رئیس خان وزیر ځآځی،ملي امنیت مرستیال،د مومندرې او دوربابا ولسوالانو،قومي مشرانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
 
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وویل،خوښ دی،چې خپل لومړی سفر د دې ولایت لرې پرتې ولسوالۍ دوربابا څخه د ابادۍ د چارو له پیل کولو څخه پیل کوي او له همدې امله یې د سیمې خلکو ته مبارکي ورکړه .
 
نوموړي زیاته کړه، د عامې روغتيا وزارت له لورې د دوربابا ولسوالۍ په ګړوکو سیمه کې د شل بستریز روغتون یاده ودانۍ د ۲۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړیږي،چې د یو کال په موده کې به یې چارې بشپړې شي .
 
ده د يادې سيمې له خلکو وغوښتل، چې د ټولګټو پروژو په تطبيق، د چارو پر مهال د کار له کیفیت څخه څآرنه او د جوړیدو وروسته په ساتنه کې همکاري وکړي، ترڅو ورته په نورو اړينو برخو کې هم پروژې پلې شي.
 
د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، چې دغه روغتيايي مرکز په دوو پوړونو کې جوړيږي، چې پنځلس خونې او نور اړين ملحقات به ولري،چې بودیجه یې د عامې روغتیا وزارت له لورې ورکول کیږي،چې د یادې بویجې څخه به د روغتون لپاره نارينه او ښځينه ډاکترانو ورزول شي او روغتون به په بشپړ تجهیزاتو او وسایلو سمبال کړای شي .
 
د سيمې خلکو د روغتون پر جوړيدو خوښي وښوده او د ټولګټو پروژو په ساتنه کې يې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
 
ټاکل شوې یاد روغتون تر جوړیدو وروسته په راتلوونکې کال کې د شل بسترونو څخه دیرش بسترو ته ارتقا هم وکړي.