په مومندرې ولسوالۍ کې د پنځه ديرش ميلیونه افغانيو په لګښت د يو روغتيايي مرکز د بنسټ ډبره کيښودل شوه

۴/۱۲/۱۳۹۷
 
د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې د عامې روغتیا ادارې له لورې د ۳۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۲۵ بستریز روغتون ودانۍ د جوړولو چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کب په ۴مه پیل شوې،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي.
 
د یادو مراسمو پر مهال ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي،عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال،ترانسپورټ رئیس خان وزیر ځآځی،ملي امنیت مرستیال،ولایت پخواني مرستيال محمد حنیف ګردیوال،د مومندرې ولسوال، قومي مشرانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
 
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې د عامې روغتيا وزارت د پنځه دیرش ميليونه افغانيو په مالي لګښت د مومندرې ولسوالۍ لپاره د یو پنځه ویشت بستریز روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې،چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي، نوموړي زیاته کړه، چې دغه روغتون ته به اړين تجهيزات هم ورکړل شي، چې ور سره به د دې سيمې د خلکو لومړنۍ روغتیایي ستونزې حل شي.
 
هغه د یادې سیمې د خلکو څخه وغوښتل،چې د پروژې د کیفیت څخه څارنه ترسره کړي،خو په چارو کې د لاسوهنې څخه ډډه وکړي .
 
د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، دغه روغتياي مرکز پنځه ويش خونې لری، چې په عصري ډول به د اړونده وزارت پرمختیایي بودیجې څخه د يو کال په موده کې جوړ شي او ډاډ یې ورکړ،چې دغه روغتون به په عصري وسايلو مجهز کېدو ترڅنګ په راتلونکې کې نوره ارتقاء هم ورکړي.
 
د مومندرې ولسوالۍ د انکشافي شورا مشر ملک دریاخان وویل، د یاد روغتون ساحې د پراختیا په موخه یې خپله شپږ جریبه ځمکه ورته وقف کړه او که په راتلوونکې کې ورته نورې پروژې پیل شي،نو د ځمکې د ورکړې په برخه کې به همکاري وکړي .
 
د ننګرهار والي په مشرۍ مسؤلینو وروسته د مومندرې ولسوالۍ په مقام کې د خلکو ستونزې او وړاندیزونه واوریدل،چې ولسوال حضرت خان خاکسار، د قومي مشرانو په استازۍ د ولایت پخواني مرستیال محمد حنیف ګردیوال،ملک اولداد او یو شمیر نورو په مومندرې ولسوالۍ کې د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله مننه وکړه،خو یادې ولسوالۍ د پاڅوون کوونکو د لا زیات تجهیز او اکمال،د کوکنارو کښت د مخنیوي له امله یې د دوی په سیمه کې د پروژو د پیل کولو او یو شمیر نور وړاندیزونه وکړل .
 
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل په سیمه کې د خلکو له همکارۍ څخه ستاینه وکړه او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه،چې د خپلو سیمو د ساتنې،حکومتدارۍ د پیاوړتیا او مخالفینو د ځپلو په موخه له خپلو ملکي او امنیتي مسؤلینو سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.
 
امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي د مومندرې ولسوالۍ امنیت کې د خلکو رول څخه ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې په امنیتي برخه کې به ورته لا زیاته پاملرنه شي .