په تورخم ښارګوټي کې د ديارلس نيم ميليونه افغانيو په لګښت د لس بستریز روغتون ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه

۴/۱۲/۱۳۹۷
 
ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ اړوند تورخم ښارګوټې کې د دیارلس نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د لس بستریز روغتون جوړه شوې ودانۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کب په څلورمه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
 
د یادو مراسمو پر مهال ننګرهار والي شاه محمود میاخیل، د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي،عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال،ترانسپورټ رئیس خان وزیر ځآځی،ملي امنیت مرستیال،ولایت پخواني مرستیال محمد حنیف ګردیوال،د مومندرې ولسوال حضرت خان خاکسار، قومي مشرانو او ګڼ شمیر نورو ګډون کړی وو.
 
ننګرهار والي شاه محمود مياخيل وويل، چې د عامې روغتيا وزارت د ديارلس نيم ميليونه افغانيو په مالي لګښت لس بستريز روغتون، چې په اړينو وسايلو مجهز شوی او د يو کال په موده کې يې د جوړونې چارې تر سره شوي ګټې اخيستنې ته وسپاره.
 
نوموړي وويل، چې په سرحدي سيمو کې به رغونې ته د پاملرنې ترڅنګ، د فساد مخنيوي او هر ډول ناوړه کړنو په مخنيوي کې لازم اقدامات تر سره کړي.
 
د عامې روغتيا رئيس ډاکتر نجيب الله کاموال وويل، چې دغه لس بستريز روغتون، چې ټول اړين ملحقات لري د يو کال په موده کې جوړ شوی، چې د ياد ښارګوټي اوسيدونکو ستونزې به په کې تر يوه حده حل شي.
 
ننګرهار والي د یادو مسؤلینو په ملتیا وروسته په تورخم ښارګوټې کې د بېرته را ستنیدونکو لپاره جوړ شوي کمپلکس د بېلابېلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د ټولو مسافرینو سره د ښه چلند ترڅنګ د سهولتونو برابرولو سپارښتنې وکړې .
 
هغه همدا راز په تورخم کمیسارۍ کې د یوې ناستې پر مهال د تورخم ښاروال،کمیسار،ګمرک مدیر،امنیت مدیر او نورو حکومتي مسؤلینو ستونزې واوریدې او ورته یې سپارښتنه وکړه،چې خپلمنځي همغږي زیاته،خلکو سره ښه چلند ترسره،سهولتونه برابر،فساد مخنیوی او نورې هغه کړنې ترسره کړي،چې د ټول ننګرهار د مسؤلینو د ښه مسؤلیت استازیتوب وکړي .
 
د یادې ناستې وروسته ننګرهار والي مسؤلینو سره یو ځای په تورخم ښارګوټې کې د سولې په نوم د نیالګیو کینولو کمپاین هم په رسمي ډول پیل کړ،چې په ترڅ کې به په بېلابېلو سیمو کې سلګونه نیالګي کینول شي .