ننګرهار والي د دوربابا ولسوالۍ د کوز دربند منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه.

 
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د رسمي ماموریت د پیل وروسته ولسوالیو ته خپل لومړنی سفر له دوربابا ولسوالۍ پیل کړ او د نورو چارو د ترسره کولو سربېره یې د یادې ولسوالۍ د کوز دربند منځني ښوونځي څخه لیدنه وکړه .
 
د یادې لیدنې پر مهال د نوموړي سره د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند،امنیه قوماندان پاسوال غلام سنایي ستانکزي،عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال، ملي امنیت مرستیال، د مومندرې ولسوال حضرت خان خاکسار، قومي مشرانو او ګڼ شمیر نورو ملتیا کوله .
 
د یاد ښوونځي سرښوونکې وویل،په ښوونځي کې نږدې ۱۵ سوه زده کوونکي لري،چې په ۱۷ ټولګیو کې د دیارلس ښوونکو له لورې ورته د تدریس چارې مخې ته وړل کیږي،همدا راز یې د یو شمیر ټولګیو لپاره د سرپناه او پاکو اوبو برابرولو غوښتنې وکړې .
 
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل تر شنه اسمان لاندې په یو شمیر ټولګیو کې د زده کوونکو په ناستې خواشیني وښوده،خو د نوي نسل لپاره یې اړینه وبلله،چې له هر فرصت څخه د زده کړو د ترسره کولو په موخه ګټه واخلي .
 
نوموړي زیاته کړه، اړونده ادارو ته به لارښوونه وکړي،چې د امکاناتو په شتون سره دیاد ښوونځي سره د خیمو،د پاکو اوبو څآه کیندلو او ودانۍ کې د زیاتو خونو جوړولو چارې پیل کړي .