د ننګرهار شوکاڼی د لومړي ځل لپاره چابهار بندر له لارې هندوستان ته ولیږل شو.

۱۳۹۷/۱۲/۶
 
د ننګرهار صنایعو او معدنونو خونې عامل رئیس انجینر اجمل شمس وایي چې په دې لومړي کاروان ۳۷۰ ټنه شوکاڼي هند ته لیږل کیږي.
 
د کریمزي شوکاڼي پروسس شرکت رئیس محمد رحیم کریمزي وویل د خوښۍ ځای دی چې هیواد مو په لومړي ځل د چابهار له لارې صادرات کوي او زیاته یې کړه،افغانستان تولید په برخه کې خودکفایئ لوري ته روان دی او دا د هیواد د اقتصاد پیاوړتیا زیری لري.
 
د یاودنې وړ ده چې په ننګرهار کې په لس ګونه د شوکاني پروسس شرکتونه شتون لري چې د نړۍ مختلفو هیوادنو ته صادرات لري او همدارنکه په زرګونه هیوادوال ته یې د کار بوختیا پېدا کړې.
 
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د چابهار له لارې د لومړي خل لپاره پر صادراتو خوښي ښودلې او ټولو هېوادوالو په ځآنګړي ډول د ننګرهار شوکاڼې پروسس اتحادیې غړو ته یې د دې لویې لاسته راوړنې له امله مبارکي ورکړې.