ننګرهار والي د ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې لعلپورې ولسوالۍ خلکو سره د شوو ژمنو عملي کېدو او لا زیاتو مرستو ترسره کولو برخه کې اقدامات ترسره کړي .

۱۳۹۸/۱/۲۶

ننګرهار والي د ادارو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې لعلپورې ولسوالۍ خلکو سره د شوو ژمنو عملي کېدو او لا زیاتو مرستو ترسره کولو برخه  کې اقدامات ترسره کړي .

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د وري په ۲۶مه د دې ولایت په اداري مجلس غونډه کې مسؤلینو ته لارښوونه وکړه،چې د لعلپورې ولسوالۍ د خلکو سره شوي ژمنې عملي کړي او د لا زیاتو مرستو ترسره کولو په موخه یادې ولسوالۍ ته ځآنګړې پاملرنه وکړي.

د دې ولایت اداري غونډه چې ولایت مقام کې جوړه شوې وه،په کې ننګرهار والي شاه محمود میاخیل،د ولایت مرستیالانو تمیم عارف مومند او حبیبې کاکړ،ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شینواري،د ادارو مسؤلینو،امرینو او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د خبرو پر مهال د ولایت مرستیال تمیم عارف مومند او ولایتي شورا غړو څخه مننه وکړه،چې د ملي لویې مشورتي جرګې لپاره یې د دې ولایت څخه د کسانو د ټاکلو  په ټاکنیز بهیر کې نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې .

هغه زیات کړه، له دولس کلن ځنډ وروسته په لعلپورې ولسوالۍ کې هغه سیمې چې د انسان تښتوونې مرکزونه و،د وحشتونو څخه په داسې حال کې پاک شول،چې په کې د وینو تویدو مخه هم ونیول شوه،خو مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه،چې یادې ولسوالۍ خلکو سره شوې ژمنې عملي او ورته په بېلابېلو برخو کې لا زیاته پاملرنه وکړي

په تېرو دوو اونیو کې ۶ تنه د انسان تښتوونکو څخه ژغورل،د کلونو ځنډ وروسته شیرزادو ته د ځمکې له لارې اکمالات ترسره کول او  په یاده ولسوالۍ کې د مخالفینو د ځپلو په موخه ځمکني عملیات ترسره کول د هغه لاسته راوړنو څخه وو،چې ننګرهار والي ترې په اداري مجلس غونډه کې یادونه وکړه

ننګرهار والي شاه محمود میاخیل مسؤلینو ته لارښوونه  وکړه،چې د ولسوالیو سره د ناحیو حدودات ژر تر ژره مالوم کړي،د اصنافو او کسبګرو اتحادیې رهبرۍ لپاره ټاکنې ترسره کړي،په ټولو غونډو او مراسمو کې مسؤلین په ټاکلي وخت ګډون وکړي،په ادارو کې د مشتریانو لپاره ځآنګړې څآنګې پرانیزي،د غصب،فساد،کانونو او لرګیو قاچاق د مخنیوي په برخه کې اقدامات وکړي .

هغه زیاته کړه، د استیناف محکمې رئیس ته یې وړاندیز کړی،چې د غصب، فساد او نورو ورته قضیو د عاملینو علنۍ محکمې ترسره کړي،همدا راز یې عدلې ریئس ته لارښوونه وکړه،چې د چرخي په نوم ځانګړې شوې ۱۲۶۰ جریبه ځمکې دوسیه  د یوې اونۍ په ترڅ کې بشپړه او محکمې ته  واستوي .

د دې ولایت د اداري غوندې د پرېکړې له مخې املاکي کمیسون تر دې وروسته د شکایتونو اوریدو او غصب د مخنیوي کمیسون په نوم ونومول شو،چې د هرې سې شنبې د مشتریانو په ورځ به ترسره  کیږي .

د برېښنا رئیس انجینر اکرام الله  عابد د وړاندیز وروسته پرېکړه وشوه،چې نوموړی به په دورنټې سیمه کې د برېښنا ریاست اړوند د ټولو هټیو لیست ترتیب او د وروستیو اجراتو په  موخه  د عدلیې ریاست  له لارې امنیتی ځواکونو سره شریک کړي .

د ګمرک رئیس عمر مومند د وړاندیز وروسته ترانسپورټ مسؤلینو ته لارښوونه وشوه،چې په  تورخم ښارګوټې کې د موټرو کرایه کنترول او د تګ راتګ پر مهال ټولو موټرو سره یو ډول او باالمثل عمل ترسره کړي .

 د ننګرهار والي په مشرۍ د دې ولایت په اداري غونډه کې په یو شمیر نورو  موضوعاتو هم خبرې اترې او پرېکړې وشوې .