د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګیدو پېښه کې د دوه میرمنو په ګډون څلور تنه شهیدان شول .

۱۳۹۸/۱/۲۶

د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ د لګیدو پېښه کې د دوه  میرمنو  په ګډون څلور تنه شهیدان شول .

ننګرهار ولایت د شیرزادو ولسوالۍ مرکخیلو سیمه کې د وسله والو طالبانو له لورې د توغول شوي هاوان مرمۍ چې د ملکي وګړو په یو کور کې لګیدلې،له امله یې د دوه میرمنو په ګډون  څلور تنه شهیدان شوي او د میرمنو او ماشومانو په ګډون اووه تنه نور ټپیان دي .

یاد توغندی د حاجي نادر  په نوم د ملکي وګړو په یو کور کې لګیدلی،چې له امله یې نوموړی هم په شهادت رسیدلی دی.

وړمه ورځ هم د وسله والو طالبانو له لورې د خوږیاڼو په بام راغه  سیمه کې په لویه لاره د ځآی پر ځای شوي ماین په چاودنه کې نږدې پنځوس کلن هغه کس شهید شو،چې د ځوی نه درلودلو له امله یې درې ودونه کړې وو،چې په وروستیو کې یې زوی زیږیدلی وو او خپله د سړک د  غاړې د ماین ښکار شو.